تازه خبرونه
بیات بنیاد په مزار شرزیف ښار کې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خپلې مرستې ورسولې.
بیات خیریه بنسټ د خپلو ژمنیو بشري مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت د اړمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره د دې ولایت په مزار شریف ښار کې پر لسګونه بېوزله کورنیو خپلې مرستې وویشلې.
په دغو مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شته، چې د اړمنو کسانو له پېژندلو وروسته پر دوی وېشل شوې دي.
د ژمي له رارسېدو سره د بیات بنیاد خیریه بنسټ له اړمنو کورنیو څخه د ملاتړ په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو مرستو د وېشلو لړي پیل کړې ده.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل د دغو مرستو په اړه وايي: مونږ بریالي شوړي وو، چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بیات بنیاد مرستې وېشو او له نېکه مرغه نن دا مرذستې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته ورسېدې او پر اړمنو کسانو یې، چې د سروې له مخې مستحقې پېژندل شوې وې؛ اړوند خوراکي توکي ووېشل.
محمد اسماعیل دغه راز ډاډ څرګند کړې: زمونږ مرستې به په مرکز او ولایتونو کې ټول ژمی روانې وي.
یو شمېر هغو اړمنو کورنیو، چې د بشري مرستې دغه بستې یې ترلاسه کړې دي؛ د خوشحالیو د ښودلو تر څنګ له نورو خیریه بنسټونو هم غواړي، چې د بېوزلو لاسنیوی وکړي.
یو له مرسته اخیستونکیو بهرالدین نومي ويلي: مونږ په کور کې د خوړلو لپاره څه نه درلودل؛ اوړه مو نه درلودل او دا مرسته د بیات بنیاد لخوا مونږ ته راکړای شوه او مونږ ډېر خوشحاله یوو.
یوې مرستې ترلاسه کوونکې راضیې ویلي؛ له بیات بنیاد څخه مننه، چې مونږ ته یې خواړه چمتو کړل.
د بیات بنیاد خیریه بنسټ د هېواد یو له هغو خیریه بنسټونو دی، چې تل یې د بشري مرستو د وېش ترڅنګ، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د عمراني پلانونو په پلي کېدو کې یې هم ونډه اخیستې او د ژمي له رارسېدو سره د بیات بنیاد خیریه بنسټ له اړمنو کورنیو څخه د ملاتړ لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو مرستو د وېشلو لړي پیل کړې ده.