Connect with us

نړۍ

اولاف شولز د آلمان د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

خپور شوی

 په

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۴۰۰)

د جرمني پارلمان نن (چارشنبه د لیندۍ ۱۷) اولاف شولز ته رایې ورکړې او د نوي لومړي وزیر په توګه ومنل شو.

شولز د انګېلا مېرکل ځایناستی شو، چې له ۱۶ کلونو وروسته له دندې ګوښه شوې ده.

۶۳ کلن شولز نن له غرمې وروسته د آلمان د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

هغه د پارلمان ۳۹۵ موافقې او ۳۰۳ مخالفې رایې ترلاسه کړې.

اولاف شولز له دې مخکې د مېرکل په کابینه کې د مالیې د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نړۍ

د قزاقستان په ناکراریو کې له ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۰)

رویټرز د قزاقستان د چارواکو د څرګندذونو له مخې په ډاګه کړې، چې د قزاقستان په وروستیو ناکراریو کې شاوخوا ۲۲۵ کسان وژل شوي دي.

د قزاقستان چارواکو ويلي؛ د وژل شویو کسانو جسدونه، ملکي وګړي، بندیان او ۱۹ امنیتي سرتېري د قزاقستان کنګلخونو ته لېږدول شوي دي.

د قزاقستان د جرایمو څارنوال سریک شلابایوف ویلي، چې په تاوتریخوالي کې څه نا څه ۵۰۰۰۰ خلکو برخه اخیستې وه، چې ډېري یې د جنورۍ پر ۵ هغه مهال، چې بلواګرو په یو شمېر لویو ښارونو کې پر دولتي ودانیو، موټرونو، بانکونو او هټیو برید وکړ او د اور لمبې یې ترې پورته کړې.

لاریون د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنورۍ پر دوه یمه د قزاقستان په لویدیځ کې پیل شو، چې په ښکاره یې غوښتنې د تېلو د بیو د لوړیدو پر ضد وې؛ خو له چټکۍ سره په ټول هېواد کې پراخ شو او د حکومت د استعفا غوښتنه ورسره مل شوه؛ خو د قزاقستان ولسمشر قاسم جامروت توکایف پولیسو ته د وژلو سپارښتنه وکړه دا ادعا یې راپورته کړه، چې دوی بهرنی ترهګریز ملاتړ لري او هېواد بې ثباتۍ ته راکاږي.

توکایف حتی امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې له خبرتیا پرته پر لاریونکوونکیو ډزې وکړي.

د رپوټونو له مخې؛ د قزاقستان د حکومت پر ضد د تاوتریخجنو مظاهرو په ترڅ کې په سلګونه کسان ټپیان شوي او امنیتي ځواکونو شاوخوا ۱۲ زره لاریونکوونکي نیولي دي.

Continue Reading

نړۍ

د اوکراین پر حکومتي اوبپاڼو پراخ سایبري برید شوی

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

له اوکراین سره د روسیې د کرکېچ په درشل کې د پنجشنبې پر شپه پر اوکرایني حکومتي اوبپاڼو پراخ سایبري برید له دې خبرداري پیل شو، چې ویریږئ او د نورو بدو پېښو تمه هم ولرئ.

دغه سایبري برید حکومتي اوبپاڼې زیانمنې کړي؛ د جمعې پر سهار یوشمېر هغه د لاسرسي وړ نه وې او اوکراین یې اړ کړ، چې په دې اړه څېړنې پیل کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویټرز ته ویلي؛ دا به وختي وي، چې د چا لاس لرل په دې برید کې په ډاګه کړي؛ خو څرګندوي، چې روسیې په تېرو وختونو کې د ورته بریدونو تر شا لاس درلود.

د یادې سرچینې راپور څرګندوي، چې دغه برید د ولسمشرۍ، بهرنیو چارو ، دفاع وزارت وزارتونو او ملي امنیت شورا په ګډون د ۷۰ دولتي ادارو کارونه د ساعتونو لپاره ګډوډ کړل.

رویټرز د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې روسیه د اوکراین پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې استخباراتي عملیات پراخ کړي دي.

اوکرایني چارواکو پر روسیې د سایبري بریدونو تورونه رد کړي؛ خو وايي: یوازې روسیه ده، چې دوی پرې شک کولی شي.

په دې وروستیو کې د اوکراین د مسلې پر سر د روسیې او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شوی او امریکايي او روسي چارواکو سره هم په دې اړه لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن او متحدانو یې د امنیتي ضمانتونو په اړه د روسیې دا غوښتنه، چې ناټو دې د ختیځ پر لوري نور پرمختګ نکوي؛ رد کړې او د اوکراین په سرحد کې یې د پوځي حضور د پیاوړي کولو په برخه کې روسیې ته خبرداری هم ورکړی دی.

Continue Reading

نړۍ

شمالي کوریا یو بل توغندی هم تجربه کړ

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

د جنوبي کوریا چارواکو ويلي؛ شمالي کوریا د امریکا د بندیزونو له غندلو وروسته پرون (جمعه د مرغومي ۲۴) یو نوی توغندی تجربه کړی دی.

د جنوبي کوریا ستر درستیز د یو نوي توغندي توغول تائید کړي؛ خو نور جزئیات یې ندي ورکړي.

د جاپان ساحلي ګارد هم تائید کړې، چې شمالي کوریا پرون یوه توغدیزه تجربه ترسره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون شمالي کوریا په دې اړه د امریکا لګېدلي بندیزونه وغندل.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!