Connect with us

بی بی سی پښتو

“اوبر شرکت باید نابینا ښځې ته ۱٫۱ میلیون ډالر جریمه ورکړي”

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وری ۱۴, ۱۴۰۰)
اوبر

Getty Images
محکمې د اوبر شرکت هغه ادعا رد کړې چې ګنې د خپلو چلوونکو د کړنو مسئول نه دی

امریکايي محکمې اوبر شرکت له دې کبله ۱٫۱ میلیون ډالره جریمه کړی چې د یوې ړندې ښځې لېږدول یې ۱۴ ځله رد کړي دي.

د اوبر یوه چلوونکي مخکې له دې چې دا ړنده ښځه خپل منزل ته ورسوي، په نیمه لار کې کوزه کړې ده او ورته ویلي یې دي چې خپل منزل ته رسېدلې ده.

یوه خپلواک حَکَم ویلي: “د اوبر چلوونکو د یوې ړندې ښځې پر وړاندې د قانون مخالفت کړی دی”.

محکمې د اوبر شرکت هغه ادعا رد کړه چې وايي “د خپلو چلوونکو د کړنو مسؤل نه دی، هغوی د قرارداد له مخې چلن کوي او د اوبر کارمنان نه دي”.

د سن فرانسیسکو اوسېدونکې اغلې ایفینګ ویلي، وروسته تر هغه چې څو ځله د شپې ناوخته یې په نیمه لار کې پرېښې ده، د خپل امنیت په اړه ډېره اندېښمنه وه.‌

دې ادعا کړې چې څو ځله د اوبر چلوونکو هغه خپل کار ته له ناوخته رسېدو سره مخامخ کړې ده،‌ همدا وه چې له دندې هم ګوښه کړل شوه.

که څه هم د اوبر له چلوونکو څو ځلې شکایتونه شوي، خو دوی پخپلو کړنو کې بدلون نه دی راوستی.‌

د ایرفینګ یوه ویاند ویلي: “ټول امریکایان باید د ګاډو د کرایې کولو د انقلاب له کبله د ازادۍ احساس وکړي، تر جوړو انسانانو معلولیت لرونکي کسان باید ډېره ګټه واخلي. د امریکا د معلولانو د قانون له مخې، له ړانده انسان سره د هغه سپی هم باید هر ځای چې وغواړي یووړل شي”.

د محکمې تر حکم صادرېدو وروسته د اوبر شرکت یوه ویناپاڼه کې راغلي، چې دا شرکت نابینا کسانو ته د خدمت په وړاندې کولو کې پر خپلو مرستو ویاړي.

ویناپاڼه زیاتوي: “هغه چلوونکي چې د اوبر کاریال کاروي، باید د حیواناتو په ملتیا د تلونکو مسافرو خدمت وکړي او په دې اړه ځانګړي قوانین پلی کړي”.

دا لومړی ځل نه دی چې یو نابینا انسان د اوبر شرکت شکایت کوي، په ۲۰۱۴ کال کې هم د نابینا کسانو ملي ټولنې د دغه شرکت پرضد د لارښودونکو سپیو د اړوندو قوانینو له کبله خپله قضیه راپورته کړه.‌

په ۲۰۱۷ کال کې دا قضیه هغه مهال حل شوه، چې اوبر شرکت د لارښودو سپیو لرونکو کسانو د چوپړ اړوند قوانینو د تطبیق په تړاو خپلو چلوونکو ته تنبیه ورکړه.‌

ایرفینګ “سن فرانسیسکو کرونیکل” ورځپاڼې ته ویلي: “افسوس کوم چې کارونه تر دې حده رارسېدلي. هیله مې لرله د مدني حقونو درناوی به مې وشي، خو حکم یو داسې قوي پیغام واستاوه چې ګنې څه چې پېښ شوي هغه د نه منلو وړ دي”.

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

ملګري ملتونه: طالبان د افغان ښځو پر ضد جنسیتي تبعیض ته سیستماتیکه بڼه ورکوي

خپور شوی

په

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۰)
Burqa-clad women travel in a vehicle along a street in Kandahar on 18 December

Getty Images

د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمېسیون وايي، افغانستان کې د طالبانو مشران د ښځو او نجونو پر ضد تاوتریخوالی او د جنسیت پر بنسټ ولاړ تبعیض تنظیموي.

په یوه اعلامیه کې ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو تګلاره ښځو او نجونو ته یو ډول ډله ییزه سزا رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا له کار او زدکړو د ښځو ایستلو ستراتیژي افغان ښځې د فقر او بیوزلۍ پر لور بیايي.

په اعلامیه کې راغلي، دغه تبعیضي پالیسۍ کار ته د ښځو ستنېدو مخنیوي، په عام محضر کې له ښځو سره د نارینه محرم شتون لازمي کولو، له یوازې سفر کولو او یا په عامه ټرانسپورټ کې د دوی د سفر مخنیوي او دغه راز د کالیو په برخه کې د ځانګړو بندیزونو له لارې پلي کېږي.

د اعلامیې په ټکو دغه پالیسي پر ښځو د فعالیت، بیان او سیاسي چارو کې د ګډون بندیزونو تر څنګ د ژوند لپاره د دوی پر کاري وړتیاوو هم اغېز کوي او دوی د بیوزلۍ پر لور بیايي.

اعلامیه کې راغلي: په هېواد کې له روان بشري بحران سره سره هغه ښځې له دې اقداماتو ډېرې اغېزمنې شوې، چې د کورنیو مشري ورپرغاړه ده.

طالبانو د ملګرو ملتونو تازه څرګندونو ته غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې دا ډول رپوټونه رد کړي دي. طالبان وايي ښځو ته حقونه ورکوي خو د اسلامي شریعت له اصولو سره سم.

بل لور پر یکشنبه افغان پلازمېنه کابل کې یو شمېر ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه.

د دې مظاهرې یوې ګډونوالې ویلي، طالبانو د دوی هغې مظاهرې مخنیوي لپاره چې کابل کې یې طالبانو یوې امنیتي پوستې ته څېرمه د یوې پېغلې وژل کېدو پر ضد کړې وه، پر احتجاج کوونکو اوړه شوي مرچ وشیندل.

ښځې

Getty Images
افغان ښځو د دا وروستیو کې پرلپسې احتجاجونه کړي.

مظاهره کوونکو ښځو ادعا کړې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په مزار شریف او هرات کې یو شمېر ښځینه فعالانې تري تم شوې او دغه راز یې پر ښځو د اجباري حجاب تحمیلولو پر ضد شعارونه ورکول.

واک ته له رسېدو وروسته د تېر کال سپتمبر کې طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل.

له هغه راهیسې طالب مشران په تکرار سره وايي، چې په دې تړاو یوه تګلاره چمتو کوي او ژره به ټولو نجونو د ښونځي تګ اجازه ورکړي.

طالبانو وړمه ورځ دې لړ کې وویل، تمه ده د نوي لمریز کال په وري میاشت کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي حکومت به په دې تړاو خپلې ټولې هڅې وکاروي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

طالبان: د نجونو ټول ښوونځي په نوي لمریز کال کې پرانیزو

خپور شوی

په

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۰)
افغانستان، نجونو زده کړه

BBC

طالبان وايي تمه ده د نوي لمریز کال په وري میاشت کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي حکومت به په دې تړاو خپلې ټولې هڅې وکاروي.

پر افغانستان د طالبانو له ولکې سره تېرې څو میاشتې له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته په دې پلمه ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې ګواکې نوې تګلارې جوړیږي.

د نړیوالې ټولنې یوې لوی او مهمې غوښتنې ته د طالبانو ځواب دا چې وايي د نوي لمریز کال په رادبره کېدو به د نجونو ټول ښونځي په هېواد کې پرانستل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره خبرو کې دا هیله ښودلې چې حکومت یې په دې هڅه کې دی چې په وري میاشت کې به ټولې افغانې نجونې خپلو ښوونځيو ته ستنې شي.

دې مرکه کې ښاغلي مجاهد ویلي، د نجونو د زده کړو لپاره اسانتیاوې خورا مهمې دي، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا شي، د نجونو لپاره خوندي لیلیې جوړې، او د ښونیزو ودانیو ستونزې له منځه لاړې شي.

واک ته له رسېدو سره طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په نږدې ډېرو بهرنیو سفرونو کې ویلي چې ښوونځي به ژر پرانستل شي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو له لوري ورپېژندل شوي سهیل شاهین هم په ډېرو مرکو کې ویلي دوی د ښوونځيو د ژر پرانستل کېدو لپاره کار کوي.

خو د پوهنې وزرات د دفتر ریس عبدالحکیم همت په یوه مرکه کې بي بي سي ته وویل چې د هېواد یوه کونج کې هم نجونې لوړو ټولګیو ته د تګ قانوني اجازه نه لري تر هغه چې د ریاست الوزار له لوري یې نوې تګلارې بشپړې شوې او اعلان شوې نه وي.

افغانستان، نجونو زده کړه

Getty Images
د طالبانو ویاند ښاغلي مجاهد ویلي د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا شي، د نجونو لپاره خوندي لیلیې جوړې، او د ښونیزو ودانیو ستونزې له منځه لاړې شي.

افغانې نجونو دې حالت یوه نهیلي راتلونکي ته کینولې ځکه په ۹۰مو کلونو کې طالبانو د خپلې واکمنۍ تر پایه دا ژمنه پوره نکړه چې ګواکې افغانې نجونې د ټولو زده کړو د بشپړولو حق لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال وزیر او د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد دا تازه ژمنه پر کاله ناستو نجونو ته تر پسرلي د هیلو یو څرک دی او که طالبان پر ژمنه ودرېږي نو پر افغانو نجونو به د نوي کال او پسرلي غږ د خوښۍ زیری وي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو واکمنۍ افغانستان کې بشري ناورین لا چټک کړی

خپور شوی

په

(Last Updated On: مرغومی ۲۳, ۱۴۰۰)
Burqa-clad women travel in a vehicle along a street in Kandahar on 18 December

Getty Images
د بشري حقونو څار سازمان وایي، تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې د ښځو حقونو برخه کې شاتګ شوی

د بشري حقونو د څار سازمان خپل تازه رپوټ کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو په دې هېواد کې د بشري حقونو ناورین او همدا راز هلته روان بشري بحران لا چټک کړي دي.

یاد سازمان د ۲۰۲۲ کال لپاره خپل ‘نړیوال رپوټ’ کې د افغانستان په اړه ویلي، د تېر اګست پر پنځلسمه نېټه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هلته د ښځو د حقونو او د رسنیو ازادۍ برخه کې پرمختګونه په شاتګ بدل شوي.‌

په رپوټ کې همدا راز راغلي، د نجونو ډېری ثانوي ښوونځي تړل شوي او ښځې د عامې روغتیا برخې پرته نورو برخو کې له کار کولو منع کړل شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشره پټریسیا ګاسمن وایي،‌ افغانان دا مهال د طالبانو د جبر او د لوږې ترمنځ راګېر دي.

نوموړې وایي، هغه هېوادونه چې تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې ښکېل وو، باید له دې هېواد سره د روغتیا او معارف په ګډون ګڼو برخو کې بشري مرستې وکړي.

خو نوموړې ټینګار کوي چې هېوادونه باید دا مرستې د وسیلې په توګه وکاروي‌ او له طالبانو وغواړي چې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې بندې کړي.‌

د طالبانو غبرګون: د خلکو ټول حقوق خوندي دي

Taliban guard standing as women carry placards during a rally demanding the international community unfreeze the country's assets

EPA
طالبانو ویلي، دا رپوټ د ناسمو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر په څېر د بشر د حقونو څار سازمان دا وروستی رپوټ هم رد کړی دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له هغه راهیسې چې طالبان واکمن شوي په افغانستان کې د خلکو ټول حقوق خوندي دي.

ښاغلی مجاهد وایي، یاد رپوټ د هغو ناسمو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی چې ځینې کړۍ یې د پروپاګند لپاره خپروي.‌

خو د بشر د حقونو څار سازمان خپل رپوټ کې وایي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو ګڼ پخواني افسران وژلي.

رپوټ همدا راز وایي، طالبانو ګڼ داسې اصول او شرایط لاګو کړي چې ورسره د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

یاد سازمان همدا راز پر طالبانو تور لګوي چې پر رسنیو یې پراخ محدودیتونه لګولي، چې له کبله یې افغانستان کې اویا سلنه رسنیو فعالیتونه بند کړي.‌

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!