Connect with us

تازه خبرونه

امنیتي ځواکونه او طالبان د لوګر د پلازمېنې پل علم ښار په کلیو کې جنګیږي

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: تله ۲۱, ۱۳۹۸)

د لوګر یو شمېر اوسیدونکي وايي، له ولسوالیو وروسته جګړه د پل علم ښار تر کلیو را رسیدلې او په دې سيمو کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ هر وخت نښتې کيږي.

د لوګر په مرکز پل عالم کې خلک د وسلوالو طالبانو لخوا د امنیتي ځواکونو پر پوستو او امنیتي کمربند له بریدونو تنګ شوي او څرګندوي؛ هره شپه د درندو وسلو غږونه اوري او ژوند يې ورته له کړاوونو سره مخ کړی دی.

د پل عالم ښار اوسیدونکی محمد کاظم  د دې ولایت امنیتي وضیعت ناسم بولي او ټینګار کوي، چې د ولسوالیو د خراب امنیت ترڅنګ د پل عالم ښار په ډېرو سیمو کې وسلوال طالبان پراخې هڅې لري او باید، چې د لوګر امنیتي مسوولین د دې ولایت امنیت ته پوره پام راواړوي.

امنيتي مسوولين بيا مني، چې د لوګر په ځينو سيمو کې وسلوال فعاليت لري؛ خو زياتوي، چې پر وسلوالو یې عمليات او بريدونه زيات کړي او له ماتې سره مخ دي.

د لوګر امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال وسلوالو طالبانو ته درانده تلفات اړولي؛ ځکه، چې د ټول ارګانونه همغږي شوي او په ګډه شپه ورځ ګزمې کوي، چې امنیت يې هم ښه شوی دی.

لوګر له پلازمېنې کابل جنوب لوري ته په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت ولایت دی، چې تر ډېره ناامنه ګڼل کېږي، چې په خروار، څرخ، بره کي برک او محمداغې ولسوالۍ کې وسلوال طالبان ښکاره  هڅې لري او خلک وايي، که د دې ولایت امنیت ښه نشي کابل هم ترې ناامنه کیدلی شي.

خبریال: فریدالله احمدزی

تازه خبرونه

افغانستان هغه ادعا رد کړه، چې هند له پاکستانیو طالبانو ملاتړ کوي

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا ادعا ردوي، چې هند د افغانستان په خاوره کې له پاکستانیو طالبانو ملاتړ کوي.

د کابل – اسلام آباد او هند دیپلوماتیکې ناندرۍ د مخالفو وسلوالو ډلو د فعالیت پرڅرنګوالي له هغې وروسته بیا تازه شوې، چې هند په سیمه کې د ترهګرو د ځالو پر شتون ټینګار څرګند کړ او پاکستان ادعا وکړه، چې هند په افغانستان کې له پاکستانيو طالبانو ملاتړ کوي او له هغو څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي.

د پاکستان په باور، هند په افغانستان کې د حالاتو په ګډوډولو کې پوره لاس لري؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي؛ هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډ هېوادونو پر ضد وکارول شي. له دې مخکې هم هند او پاکستان یو او بل په افغانستان کې پر بې ثباتي تورن کړي وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي څرګندوي، چې: هند د پاکستان له تورنولو سره غواړي د افغانستان په خاوره کې د پاکستانيو طالبانو له ملاتړه پام بلې خوا ته واړوي. په حقیقت کې هند غواړي، چې د افغانستان د سولې بهیر ګډوډ شي.

کابل د غو خبرو ته کلک غبرګون وښود او بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان دا ادعا رد کړه او ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه وکارول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکول کیږي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد کار واخیستل شي. د سیمې له هېوادونو هم غواړو، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري وکړي او رغنده رول ولوبوي. په  افغانستان کې دایمي سوله په دې معنا ده، چې ترهګرې ډلې ونه کړای شي سیمې ته ګواښ رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی د افغانستان په تړاو د هند له سیاست ملاتړ کوي او وایي، نوي ډیلي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په هڅو کې ښه رول لوبولی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي: له طالبانو سره په تعامل کې د نوي ډیلي سیاست په ځانګړي توګه د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره په وروستیو هڅو کې او د طالبانو هڅوول فعالې، قانوني او سیاسي ډلې ته؛ ګټور و.

دا په داسې حال کې ده، چې له یوې خوا د افغانستان د سولې ځانګړی استازی خلیلزاد تېره ورځ د سیمې هېوادونو ته په سفر را وتلي او له بلې خوا د ځینو راپورونو له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته د نورو جنګي ډلو نښې نښانې هم لیدل شوي او حکومت وایي، پاکستان یې مستقیم ملاتړ کوي؛ خو پاکستان ویلي، د افغانستان د سولې په هڅو کې یې کلیدي رول لوبولی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا له ۵۸۲ نویو مثبتو پېښو سره، ټول شمېر ۱۹۵۵۱ ته رسیدلی

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي، که د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري پیل نشي؛ پدې وبا به د اخته کسانو شمېر نور هم ډېر شي.

کرونا ویروس هره ورځ مخ پر ډېریدو او خوریدو دی او تازه په ټول افغانستان کې پدې ویروس پېنځه سوه دوه اتیا نور کسان اخته شوي؛ خو په هېواد کې له نویو ۵۸۲ مثبتو پېښو سره د دې ویروس ټول شمېر ۱۹۵۵۱ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو ۱۸ ناروغان مړه شوي؛ خو ۶۸ نور ترې رغیدلي هم دي.

نوموړی له خلکو څخه روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه غوښتې او وایي، چې خپل ژوند، کورنۍ او ټولنه باید له مرګ سره مخ نکړو.

د عامې روغتیا وزارت دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې له کرونا ویروس او وبا سره د مبارزې لپاره دمګړۍ پوره وړتیا نلري او پر شته امکاناتو د کرونا ناروغان تر روغتیایي څارنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنیزو چارو، کورنیو چارو، عامې روغتیا وزارتونو مسوولینو او  کابل والي په یوې ناسته کې پر ګرځېدو د درې میاشتني بندیز طرحه وړاندې کړې ده.

دوی وایي؛  د کرونا ویروس چټکې پراختیا ته په کتو خلک باید پوره همکاري وکړي، چې د هر ډول انساني ناورین مخه ونیول شي.

کابل والي ویلي، ښایي یوازې په کابل کې له یو میلیون ډېر کسان پر کرونا اخته وي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي جواد عثماني ویلي، په ورځ کې تر ۲۰۰۰ پورې د کرونا د کتلو وړتیا شته؛ خو په خبره یې د مراجعه کوونکیو شمېر لس برابره دی.

نوموړی ټینګار کوي، چې له دې وروسته د ماسک اچول الزامي دي او له سرغړونکیو سره به جدي چلند وشي.

د یادونې ده، چې د تازه پروګرام له مخې؛  افغان حکومت په الزامي ډول ماسک اچول، په غونډو او ټولېدنو ، له کورونو څخه د پاخه عمر لرونکیو پر نه وتو بندیز لګیدلی او په دولتي ادارو کې به هم روغتیایي سپارښتنې اجباري وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغانانو پر موټر سوځیدنې له څېړنو خبر ورکړ

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۳۹۹)

په ایران کې افغان سفیر ویلي؛ د ایران په یزد ښار کې د افغان پناه غوښتوونکیو پر موټر؛ ځکه اور لګیدلی، چې قاچاق وړونکیو ترافیکي مقرراتوته پاملرنه نده کړې.

د ایران په یزد ولایت کې د افغان پناه غوښتوونکیو د موټر له سوځېدو یوه ورځ وروسته په دې هېواد کې د افغانستان سفیر د پېښې څېړلو ته د یزد ولایت ته ولاړ او وایي، دا پېښه پر موټر د پولیسو د ډزو له کبله نه، بلکې ترافیکي قوانین مراعت شوي ندي.

په ایران کې د افغانستان سفیر غفورلیوال د دې پېښې له ټپیانو سره له لیدنې وروسته ویلي؛ لومړی ایراني پولیسو د موټر پرټایرونو ډزې کړي؛ خو قاچاق وړونکي د موټر له درولو ډډه کويي او د سړک د څنډې له خنډ سره له لګیدو وروسته اور اخلي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په دې پېښه کې درې افغان پناه غوښتوونکي وژل شوي، ۵ ټپیان دي او درې نور روغ رمټ پاتې دي.

دا پېښه د بشري حقونو او خلکو له بېلا بېلو غبرګون سره هم مخ شوې ده.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري څرګنده کړې، چې له پنا غوښتونکیو سره د ایران کړنه د بشري حقونو سره اړخ نه لګوي.

په ټولنیزو شبکو کې هم دا پېښه له غبرګونونو سره مخ شوې او د خواله رسنیو کاروونکیو د تپیانو خبرې  را اخیستي او پر ایراني مشرانو یې نیوکې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو اړیکو د مرکز پخواني مشر فرامرز تمنا ویلي؛ د هېواد بهرنیو چارو وزارت هیڅکله هم د کډوالو ستونزو ته اوږدمهاله کتنه نده کړې.

 بهرنیو چارو وزارت ډاد ورکوي، چې دا پېښه به له ایراني چارواکو سره په همغږي کې وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو لخوا د افغان کډوالو د وژلو او سیند ته د وراچولو پېښه هم تر څېړنې لاندې پاتې ده؛ خو ایران دا ادعاوې رد کړې دي.

Continue Reading

Trending