Connect with us

مهم خبرونه

امریکا دې د فرانسې په سیاسي مسلو کې لاسوهنه نکوي- فرانسه

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: ليندۍ ۱۹, ۱۳۹۷)

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان د امریکا له ولسمشره وغوښتل، چې د دغه هېواد په سیاسي مسلو کې لاسوهنه ونکړي.

نوموړي ویلي؛ پاریس د واشنګتن په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي، سپینه ماڼۍ هم باید دا ډول سیاست خپل کړي.

د امریکا ولسمشر د شنبې پر ورځ په یوه تویت کې لیکلي وه، چې د پاریس له اقلیمي تړون سره مخالفت په فرانسه کې د وروستي تاوتریخوالي سبب شوی دی.

هغه په دغه تویت کې ادعا وکړه، چې خلک نه غواړي پر چاپېریال ساتنه ډېرې پیسې ولګوي.

د دونلد ترمپ اشاره د سونتوکو د ماليې لوړولو ته وه، چې له کبله یې په فرانسه کې پراخې مظاهرې پیل شوې.

 د فرانسې مالیې وزیر دغه مظاهرې د خپل هېواد اقتصاد ته ناورین او د ولسواکۍ او ټولنې لپاره کړکېچ بولي.

تازه خبرونه

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۹۶۳ ته رسیدلی

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخو ۷۰۰ شکمنې بېلګې اخیستل شوي، چې ۲۸۱ یې مثبتې دي.

کرونا اوس هم په افغانستان کې مخ پر خوریدو ده او هره ورځ پرې ګڼ کسان اخته کیږي؛ له وروستیو څلیریشت ګړیو څخه په کابل کې ۸۴، میدان وردګو کې ۲۸، ننګرهار کې شل، بادغیس کې۲۰، تخار کې۱۴، کندهار کې۱۳، هرات کې۱۲، پنجشېر کې۱۲، هلمند کې۷، زابل کې۵، سرپل کې۵، کندوز کې۵، جوزجان کې ۴، پروان کې۴، کاپیسا کې۳، بدخشان کې۳، نیمروز کې۲، غور کې۲، بغلان، سمنګان، فاریاب او روزګان کې د کرونا یوه – یوه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې سره پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۴۹۶۳ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح  زیاته کړې؛ په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا اخته ۵ کسان مړه شوي، چې له دې سره د ټولو تلفاتو شمېر۱۲۷ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي؛ په همدمره وخت کې پر کرونا له اخته کسانو ۳۶ ناروغان ښه شوي، چې ور سره د ټولو ښه شویو کسانو شمېر۶۱۰ ته پورته شوی دی.

عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په کورونو کې پاتې شي او روغتیایي سپارښتنې پلې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

بیات بنیاد د سروبي ولسوالۍ له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۳۹۹)

بیات بنیاد په روژه کې د ګرځبندیز له کبله د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له سلګونه زیانمنو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وکړې.

بیات بنیاد د خوراکي توکو د مرستو د وېش په لړ کې دا ځل د کابل د سروبي ولسوالۍ خلکو ته مرستې ورسولې.

د بیات بنیاد کارکوونکي میرویس هاشمي ويلي؛ د سروبي ولسوالۍ اړمنو او له ګرځبندیزه زیانمنو کورنیو ته اوړه، غوړي، وریځې او روغتیايي توکي ووېشل شول.

نوموړي زیاته کړې، چې د بیات بنیاد د مرستو د خوراکي، روغتیایي او ودانیزو توکو دوېش لړۍ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم روانه ساتل شوې ده.

د سروبي ولسوال ویلي، د بیات بنیاد مرستې کولی شي د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د سروبي ولسوال گوهر خان بابري له بیات بنیاده مننه کوي او وایي، چې دا بنیاد تل خلکو ته د خپلو مرستو لړۍ رسوي.

دی له نورو سوداګرو هم غواړي، چې په دې سختو شرایطو کې له اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.

کومو کورنیو، چې مرستې تر لاسه کړي وایي، بیات بنیاد هر کال د  سروبي ولسوالۍ خلکو ته ډول ډول مرستې رارسولي دي.

بیات بنیاد د قرنطین په ورځو او روژه کې د هېواد د ښارونو او ولسوالیو له اړمنو کسانو سره د خوراکي، روغتیايي او ودانیززو توکو مرستې کړي او د کرونا د مخنیوي لپاره یې د کابل ښار او ځینو ولایتونو سړکونه او کوڅې نه یوازې پر عفوني ضد درملو پاکې کړي، بلکې د عامه پوهاوي لسګونه زره پاڼې او ماسکونه یې هم پر خلکو وېشلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي امنیت د داعش لوړپوړي غړي نیولي

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۳۹۹)

د ملي امنیت عمومي ریاست په افغانستان کې د داعش د جنوبي او ختیځې آسیا د مشر له نیولو خبر ورکړی دی.

په هغه خبرپاڼه کې، چې دې بنسټ خپره کړې؛ راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په ځانګړیو عملیاتو کې ضیاالحق( شیخ ابو عمر الخراساني) نیولی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د داعش د دغه اړین کس په اړه بشپړ معلومات د دې ډلې ۴ مسوولینو، چې د ملي امنیت په بند کې دي؛ افغان ځواکونو ته په ډاګه کړي دي.

خبرپانې دغه راز څرګنده کړې، چې په دې عملیاتو کې د داعش د عامه اړیکو مسوول صهیب او د داعش د جنوبي آسیا د څانګې د استخباراتو مشر ابو علی هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ۶ ورځې مخکې د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په شکردره او د کابل ښار د ۱۱ ناحیې په اړوند سیمه کې د داعش او حقاني شبکې یو ګډ پتنځی هم له منځه وړی دی.

دغه ریاست په ډاګه کړې، چې په دغو شپنیو عملیاتو کې ۵ داعشیان او د حقاني څانګې غړي د ۳ ښځو په ګډون وژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون ۸ نور یې نیولي دي.

Continue Reading

Trending