Connect with us

لوبی

افغان سنوکر لوبغاړي د ۱۶آسیایي غوره لوبغاړیو پړاو ته ورننوتل

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: تله ۲, ۱۳۹۷)

د آسیا په سنوکر لوبو کې  دوه افغان لوبغاړیو د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته لار ومونده.

صالح محمد محمدي او رییس خان وکولی شول خپلو هانگ کانگي او چینایي سیالانو ته په ماتې ورکولو  دغه پړاو ته لار پیدا کړي.

په آسیایي سنوکر لوبو کې له ۱۵ آسیايي هېوادونو څخه ۴۴ لوبغاړیو ګډون کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

لوبی

د افغانستان کرکت بورد اجرائیه مدیر د ناوړه کړنو له کبله لیرې شو

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان کرکټ بورد منلې، چې د کرکت بورد اجرائیه مدیر لطف الله ستانکزی د دوشنبې پر ورځ ناوخته د اداري فساد، هڅوونکیو هڅو او د بورد له مدیرانو سره د “ناوړه چلند” له کبله له دندې لیرې شوی دی.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې د زمري اتمه د هغه د کار وروستۍ ورځ یاده کړې ده.

د افغانستان کرکت بورد مشرفرهان یوسفزي ویلي، چې نوموړی به تر چارشنبې پورې د دغه مدیریت ټول اسناد او تجهیزات سپاري او دنده یې پای ته رسیدلې ده.

د دغه بنسټ په اوبپاڼه کې د خپرې شوې خبرتیا له مخې؛ نوموړي ته مخکې له دې کتبې او کلامي اخطارونه ورکړ شوي وه.

کرکت بورد د نوموړي د ځاینستي په اړه ویلي؛ د د دې بنسټ د اجرائیه پلاوي د مدیریت بست د آزادې سیالۍ له لارې اعلامیږي او د بشري سرچینو د اصولو او مقرراتو له مخې غوره کس ورته غوره کیږي.

لطف الله ستانکزي ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې له ټولنیزو رسنیو دغه راز کړنې اوري او ان خپله د کرکت بورد غړي ترې خبر ندي.

 هغه ویلي؛ د کرکت بورد اساسي قانون سپارښتنه کوي، چې دغه بست مدیره پلاوی لري او په دې اړه مدیره پلاوی پرېکړه کوي.

نوموړی کرکت بورد ته یو کال مخکې د اسدالله خان پرځای استخدام شوی و، هغه هم د کرکت بورد له قانونه سرغړونه کړې وه.

ستانکزي له دې مخکې په رسنیو کې دندې تر سره کړي دي.

د کرکت نړیوالې ټولنې هم د افغانستان د کرکت له مدیره پلاوي اندېښنه په ډاګه کړې وه.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکت نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړی و.

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان کرکت بوردپه روان کال کې د کرکت له نړیوالې ټولنې ۲.۴  میلیون ډالره تر لاسه کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سوکوهنې ډګر ته به مایک تایسون په سپتمبر کې راستون شي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۴, ۱۳۹۹)

د ګارډین ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛  ۵۴ کلن مایک تایسون به له ۱۵ کلونو وروسته د سپټمبر پر ۱۲ مه له جونز جونیور سره خپل اړوند ډګر ته راودانګي.

په راپور کې راغلي؛ نوموړی یو امریکایی څانګوال سوکوهونکی دی، چې په ۱۹۸۶ کال کې  تر ټولو ځوان د دروند وزن لرونکی اتل شو: خو په ۱۹۹۰ کې یې جیم بوستر سره په سوکوهنه کې ماته ورپه برخه شوه او له دې ډګره ووت. دی د بروکلین اقلي اوسیدونکی دی او په ۲۰۰۵ کې د ۵۰ بریاوو، شپږ ماتو او ۴۴ نک آوتۍ په لرلو له لوبو متقاعد شو.

تایسون د خپلو لومړیو ۱۹ مسلکي مبارزه کې خپل سیالان ناک اوت کړي، چې ۱۲ یې په لومړي پړاو کې ول.

تایسون په ۱۹۹۲ کال کې د جنسي تېري په جرم پر شپږ کلونو بند محکوم شو، چې وروسته بیا په ​​ضمانت خوشې شو.

دی په زندان کې و، اسلام یې ومانه او پاچا عبدالعزیز یې مسلمان نوم شو او په ۱۹۹۵ کال کې له خوشې کیدو وروسته یې څو د ناک آوتي سیالۍ لرلې.

د تایسون سیال، ۵۱ جونز ، د پنساکولا اوسیدونکی د ۱۹۸۸ کال د المپیک په سیالیو کې د امریکا په استازیتوب ولوبیده او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.

د یادونې ده، چې د تایسون او جونز سیالي د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر پر ۱۲ پلان شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان پارالمپیک اداره د ترکیې له مرستو برخمنه شوه

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۲, ۱۳۹۹)

انادولو خبري سرچینې په ډاګه کړې، د ترکیې دولتي مرسته کوونکې ادارې د روانې اوونۍ په لومړیو کې د افغانستان د هرات پارالمپیک فدراسیون ته سپورتي او اداري تجهیزات ورکړل.

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) همغږي کوونکي علي ارګون سینار په دې اړهجوړوشویو مراسمو ته څرګنده کړطو چې دې ادارې د دغه فدراسیون د سپورتي تجهیزاتو زیرمه هم رغولې ده.

هغه دا هم ویلي، چې افغان لوبغاړیو ته دا تجهیزات؛ ځکه ورکړ شول، چې ښه ولوبیږي او د خپل هېواد په بریاوو کې مرسته وکړي.

د پارالمپیک ټولنې رییس نادرشاه حیدري ویلي، چې دې فدراسیون له تېرو ۶ کلونو راپدیخوا ۲۵۰ لوبغاړي روزلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه د پارالمپیک ۱۵ لوبغاړیو د افغانستان لپاره مډالونه ګټلي دي.

Continue Reading

Trending