Connect with us

تازه خبرونه

افغان کرکت ملي لوبډله نن له زیمبابوې سره د سیالۍ ډګر ته ننوځي

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۳۹۴)

2د هندوستان په ناګپور ښار کې د کرکت د نړیوال جام په شل آوریزوسیالیو کې افغان کرکتملي لوبډله په درېیمه لوبه کې له زیمبابوې سره دسیالۍ ډګر ته ورځي.

دغه لوبه له دې امله دواړو تيمونو ته ارزښت لري، چې کولی شي د لوبې په ګټلو د دغو سیالیو دوه یم پړاو ته ورشي او د لس غوره لوبډلو په منځ کې ولوبیږي .

له وړاندې دواړو تيمونو خپلې سيالۍ گټلي او څلور- څلور پواينتونه لري؛ خو د زياتو منډو له امله افغان لوبډله مخکې ده.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزي رسنیوته ویلي، له زېمبابوې سره د لوبې له پاره کړې تیارۍ یې د ډاډ وړ دي.

ستانکزی زیاتوي، زېمبابوې هم د افغانستان سیالۍ ته خواري کړې ده.

که افغانستان نن دغه لوبه وگتې په دوه یم پړاو کې به له سریلانکا سره د لوبې ډګر ته ځې.

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

ولسمشر غني د ښځو عالي شورا د رامنځته کیدو فرمان لاسلیک کړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۳۹۹)

ارګ په ډاګه کړې؛ ولسمشر غني د ښځو عالي شورا د رامنځته کیدو فرمان لاسلیک کړ، چې موخه یې د افغان میرمنو “ځواکمن کول” دي.

د ولسمشرۍ دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا شورا به ولسمشر رهبري کوي او “د ښځو حقونو پر پیاوړي کولو” به راڅرخي.

په فرمان کې د ښځو عالي شورا د دارالانشاء مسوولیت د ښځو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته سپارل شوی.

د ارګ په څرګندونو کې راغلي: شورا به د ولسمشرۍ د چارو ادارې په مشرۍ ناستې تر سره کوي او د ښځو پیاوړتیا، د حقونو خوندیتوب، نړیواله همکاري او همغږۍ به یې د پالیسۍ غوره برخې وي.

د ولسمشر د فرمان له مخې؛ په دې شورا کې به د بېلابېلو ۲۶ ټولنو استازي غړيتوب ولري.

دغه راز ویل شوي، چې د فرمان پر بنسټ به د والیانو مرستیالانې، ښځینه مدافعین، مدني ښځینه فعالان، د دولتي ادارو او نادولتي سازمانونو ۲۶ استازي به د دې شورا غړي وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ناڅرګندو وسلوالو په تخار کې یوه لیسه سوځولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۳۹۹)

نن سهار د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د پولیسو قومندانې ته نږدې د ابو عثمان تالقاني لیسه سوځول شوې ده.

سیمه ییزو خبریالانو څرګنده کړې، چې په دې وروستیو کې دا د دې ولایت درېیم ښوونځی دی، چې سوځول کیږي.

ویل کیږي، چې په ابوعثمان تالقاني لیسه کې درې زره زدکوونکيو زدکړه کول، چې اوس د لیسې ټول درسي او نور توکي د اور خوراک شوي دي.

پېښه سهار وختي شوې او عاملین یې تښتېدلي دي.

په ټولینیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د دې ښوونځي لیکي او نور لوازم د اور لمبه شوي دي.

طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او وایي، چې تېره شپه د تخار مرکز په تالقانو ښار کې امنیه قومندانۍ او استخباراتو ودانیو ته نږدې د ابوعثمان تالقاني لیسې ته اور اچول شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د طالبانو په برید کې د کاپیسا ولایت یو امنیتی چارواکی وژل شوی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۳۹۹)

د کاپیسا پولیسو ویاند شایق شورش آریانا نیوز ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د پروان ولایت د صیادان په کلي کې د دې ولایت د امنیه قومندانۍ د قرارګاه د تولي د بلوک قومندان سلیمان د طالبانو لخوا وژل شوی دی.

دغه راز شورش زیاته کړې، چې په یوه بله پیښه کې د ملکي وګړیو او امنیتي ځواکونو په ګډون اووه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په شاکر کلي کې تېره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې افغان او طالب ځواکونه سر ښکېل شول.

شورش وایي، چې په دې نښته د اردو دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.

هغه زیاتوي، چې د نښتو پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې طالبانو ته هم ځاني زیانونه اوښتي؛ خو په اړه یې پوره معلومات تر دې دمه تر لاسه شوی ندي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

Trending