Connect with us

بی بی سی پښتو

افغان نجونې ولې په مستعارو نومونو فېسبوک کاروي؟

خپور شوی

 په

(Last Updated On: چنګاښ ۳, ۱۳۹۹)
افغانستان

Getty Images
  • مینا نظري
  • شاعره او لیکواله

د رسنیو مسله د اړیکو ده. سنتي رسنۍ لکه مجلې، تلویزیون، راډیو او نورې رسنۍ دا ځواک لري چې خلکو ته د تازه او اړینو پېښو او مسلو په اړه مالومات ورکړي.‌ ټولنیزې رسنۍ هم همدا کار کوي، خو د دې دواړو تر منځ یو لوی توپیر شت

ټولنیزې رسنۍ د خبرو اترو او مناظرې پر بنسټ ولاړې دي،‌ او خپل کاروونکی د مالوماتو له وړاندې کوونکي رول نه، ورو ورو د ټولنې په شنونکي بدلوي.

په هره ټولنه کې نوې تکنالوژي په لومړیو کې یو شمیر ستونزې راولاړوي، تر هغې چې خلک یې مني او ورته عادي شي.

خو په هغو ټولنو کې چې د سواد کچه پکې ټيټه وي دا ستونزې داسې په اسانۍ هم نه حلېږي.

له دې ستونزو یوه هم په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ښځو شتون او رول دی. ګڼ شمېر افغانې نجونې خواله رسنۍ د خپل نظر د شریکولو، مالوماتو ترلاسي لپاره نشي کارولای.

پاکیزه ارزو د کابل پوهنتون له ژبوادبیاتو پوهنځی فارغه ده. نوموړې په خواله رسنیو فعالیت کاوه. لیکنې به یې کولې، نظر یې شریکو او له ملګرو سره په اړیکه کې وه. خو داسې څه وشول چې دا یې له خواله رسنیو لرې کړه؟

پاکیزه وايي:

“دا مې خپل نوم نه دی. ما په همدې مستعار نامه (پاکیزه ارزو) فعالیت کاوه، ما ته کورنۍ اجازه نه راکوله چې په خپل نوم اکاونټ ولرم. ځکه مې په مستعار نوم دا کار پيل کړ. خو ورو ورو مې خپلوان خبر شول، چې زه په دې نوم لیکنې کوم او نظر شریکوم نو له دې سره یې نوره هم تنګولم”.

د پاکیزې ارزو لیکنې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو خوښولې، دا یې دې ته هڅوله چې نورې لیکنې هم وکړي او نظر هم ورکړي، خو د دې کورنۍ ولې نه غوښتل چې په ټولنیزو رسنیو فعالیت وکړي؟

افغانستان

Getty Images

پاکیزه وايي:

“خپلوانو مو داسې انګیرله چې زما لیکنې او نظرونه ښځې او نجونې بغاوت ته هڅوي. دوی په دې اند دي، چې د داسې لیکنو او نظریاتو شریکولو لپاره لا وختي دی. چاپيریال لا دې ته نه دی چمتو چې ښځې دې هم پر خواله رسنیو فعالې وي”.

که څه هم پاکیزه وايي چې پر بیلابیلو موضوعاتو یې خپل نظر شریکولو، لکه د ښځو حقوق، لاسته راوړنې، او نور بیلا بیل موضوعات، خو دا هر څه یې خپلوانو ته د منلو نه وو.

پاکیزې ډېره هڅه وکړه چې خپل فعالیت په خواله رسنیو وساتي، خو له دې سره سره یې ونشوی کړای چې خپل اکاونټ فعال وساتي. نوموړې وايي:

“ماته مې شتون مهم و، ما به خپل نظرشریکوgو او په ډېرو برخو کې د مثبت تغییر شاهده هم وم. زما نظر اورېدل کیده او په هماغه برخه کې به سمون هم راتلو. خو د اکاونټ په بندیدو مې ډېر دوستان هم له لاسه ورکړل او له هغو مسلو بې خبره یم چې په نړۍ کې پیښېږي”

بلخوا بیا هغه لوستې نجونه دي چې لومړی په خپل نوم فعالې وې، خو اوس ځینو ستونزو دې ته اړ کړې چې په مستعار نوم دې لیکنې وکړي او نظر دې شریک کړي.

ثنا غلجۍ چې د حقوقو پوهنځي د څلورم کال زده کړیاله ده، وايي:

“نوم مې ځکه بدل کړ، چې ډېرو هغو کسانو چې له نږدې پېژندم خو تنګ نظره او منفي ګرا وو، کله به یې چې زما کوم نظر خوښ نه شو او یا به مې لیکنه د دوی د نظر خلاف وه، نو دوی به راپسې درواغجنې ګنګوسې او رنګارنګ افواهات خپرول. زما شخصیت ته به یې سپکاوی کاوه”.

ثنا غلجۍ په خپل فیسبوک کې لنډې نثري لیکنې خپروي او د نورو ملګرو پر لیکنو نظر ورکوي، خو ثنا ته په فیسبوک پاڼه کې ډېرو خلکو مزاحمتونه پيل کړل او دا یې اړ ایستله چې په مستعار نوم فیسبوک وکار وي.

افغانستان

Getty Images

خو ایا مستعار نوم د افغان نجونو ستونزې راکمولای شي؟

نثا غلجۍ وايي: “له هغه ورځې چې خپل اصلي نوم مې بدل کړی، ستونزې مې راکمې شوې دي، ذهني ارمتیا یې راکړې او احساس کوم چې د بدو خلکو له احاطې وتلې یم.”

خو مستعار نوم بیا له له حیا صالحزۍ نه د هغې هویت اخیستی. حیا صالحزۍ پښتنه شاعره ده، چې لسګونه شعرونه یې لیکلي او تر اوسه یې څلور ځلې خپل مستعار نوم هم بدل کړی دی.

حیا وايي: “ډېر وخت مې د زمزمې په نوم شاعري وکړه او پر فیسبوک به مې له مینوالو سره شریکوله. تر اوسه زما ټول شعرونه په مستعارونو نومونو خپاره شوي دي او دا مسله مې ډېره ځوروي. دا مې لوی ارمان دی چې په خپل هویت او نوم مې هنر له خلکو سره شریک کړم. اوس چې یې په مستعار نوم شریکوم هم پریمانه ستونزې لرم. په ویره او ډار خپل هنر شریکوم، خو هر ځل مې کورنۍ زما په فیسبوک خبرېږي او زما اوکانټ راته وتړي. خو زه لا تر اوسه له خپلو هڅو نه یم په شا شوې. هڅه کوم چې کورنۍ مې قانع کړم او په خپل اصلي نوم مې اکاونټ ولرم، خو د اوس لپاره مې هیله دا ده چې په همدې مستعار نوم هم اجازه راکړي بسنه کوي”.

“پام چې زه خپل شخصیت ته پوره درناوی لرم”

دا پورته جمله هوا ملالۍ د خپل فیسبوک پر پروفایل لیکلې. دا د هوا ملالۍ مستعار نوم دی. پر فیسبوک یې د ښځو اړوند بیلابیل مطالب خپروي او د ښځو له فعالیتونو ملاتړ کوي.

هوا وايي: “د مستعار نوم راته دا ګټه رسولې چې د خپل زړه احساسات ولیکم اوله ملګرو سره یې شریک کړم هر کله چې له ژوند د تېښتې هڅه کوم نو فیسبوک ته راځم، خپل احساسات لیکم او د ملګرو له لیکنو او مالوماتو خوند اخلم ځان راته فعال او ګټور شخص ښکاري”.

د هوا لویه هیله ده دا ده چې یوه ورځ په خپل نوم د نظر ورکولو حق تر لاسه کړي.

خو رابعه وردګ دې هیلې ته څنګه ورسیده؟ هغې څه ډول له هوسۍ غرڅنۍ (مستعار نوم) تر ځان پورې سفر وکړ: رابعه وايي:

“زما کورنۍ د فیسبوک له نوم سره حساسه وه، هیڅ یې نه غوښتل چې پر خواله رسنیو دې فعالیت ولرم، خو ما ورته د خواله رسنیو ښې ګټې وویلې او دا چې زه د پوهنتون په دوره کې د درسي موادو له کمښت سره مخ وم او د ټولګي په ګروپ کې هم نه وم. له هرې خبرې به ناخبره وم، دا ستونزې مې له کورنۍ سره شریکې کړې، خو دوی ته دا مهمې نه ښکارېدې، بیا مې په مستعار نوم د فعالیت غوښتنه ترې وکړه، اجازه یې راکړه. وروسته مې د مستعار نوم ستونزې ورسره شریکې کړې. چې هغه زما هویت نه دی او دا کار ماته ګڼې ستونزې جوړوي. هر څوک راباندې د جعلي اکاونت ګمان کوي. څوک مې نظر ته درناوی هم نه کوي. نو یې اجازه راکړه چې په خپل نوم فعالیت ولرم”

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

آیا په هند کې رښتیا هم د نارینه و پرتله د ښځو شمېر ډېر دی؟

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۷, ۱۴۰۰)
هند

Getty Images

د هندوستان د حکومت لخوا د کورنيو د روغتیايي معلوماتو په اړه د ترسره شوې سروې له مخې چې پایلې تازه خپرې شوې په هندوستان کې د هرو ۱۰۰۰ نارینه و په مقابل کې اوس ۱۰۲۰ ښځې شته.

کارپوهان د دې معلوماتو د کارولو په اړه د احتیاط سپارښتنه کوي ځکه چې په دې سروې کې د هندوستان د ۳۰۰ میلیونو کورنیو له ډلې یوازې د ۶۳۰ زرو کورنیو په اړه معلومات راټول شوي او وايي چې ريښتنی انځور به هله څرګند شي چې په هندوستان کې ټولشموله سرشمېرنه ترسره شي.

هند کې د نفوس د صندوق مشرې پونم موټریجا له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د نفوسو سرشمېرنه کې د ټول نفوس په اړه معلومات راټولېږي او په دقیق ډول په کې جنسي تناسب معلومېږي.

خو خپرو شویو شمېر وار دمخه په هندوستان کې د خبرونو سرټکي جوړ کړي ځیني ادعا کوي چې خپرې شوې شمېرې ټولنیزو بدلونو ته اشاره کوي چې له مخې یې مخکې د نجونو پرځای نارینه بچیانو ته ترجیع ورکول کېده.

د هندوستان د روغتیا وزیر ویلي دا لومړی ځل دی چې په هندوستان کې د ښځو شمېر د نارینه و پرتله ډېر شوی دی.

یوه بل چارواکي بیا ویلي چې دا د حکومت لخوا د ښځو د وسمنولو په لړ کې د اقداماتو پایله ده.

هندوستان

Getty Images
په تېر کې د هند حکومت منلې وه چې په لوی لاس د نجونو د ضایع کولو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د رسنیو په رپوټونو کې دا د یوې لویې لاسته راوړنې او ډیموګرافیک په توګه ستایل شوی او یوه خبریال لیکلي چې هندوستان د پرمختللو هېوادونو لیګ ته وردننه شو.

خو کمپاین کوونکي وايي دا شمېرې څه نه زیاتوي او د حکومت ادعا بې ځایه بولي.

څیړونکی او فعال سبوجورج وايي په تېرو ۱۰۰ کلونو کې زموږ په سرشمېرنو کې د ښځو پرتله د نارینه و شمېر ډېر وو.

نوموړی وايي په ۲۰۱۱ کال کې د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې د هرو ۱۰۰۰ نارینه و په مقابل کې ۹۴۰ تنه ښځې وې او د هرو ۱۰۰۰ نارینه ماشومانو په مقابل کې ۹۱۸ نجونې وې نو څنګه کېدای شي چې په لسو کلونو کې دومره لوی بدلون رامنځ ته شي.

هندوستان له ډېرې مودې راهیسې د داسې هېواد په توګه یادېږي چې د ښځو شمېر په کې د نارینو پرتله کم دی.

په هندوستان کې زامنو ته د لورګانو پرتله ترجیع په دې خاطر ورکول کېږي چې د ډېرو په ګومان نارینه بیچان کولای شي چې په زاړه عمر کې د خپلو میندو او پلرونو ساتنه او پالنه وکړي او نجونو میندې او پلرونه اړ دي چې د وادولو لپاره د ډېر لګښت جهیز د زوم کورنۍ ته ورکړي.

کمپاین کوونکي وايي د نجونو ضد دغه تعصب له امله له ۱۹۷۰ لسیزې راپدیخوا چې د مور په نس کې د ماشوم د جنس معلومول شوني شوي لسګونه میلیونه نجونې له زېږون دمخه په لوی لاس ضایع کړای شوې دي.

ښاغلي جورج وايي که په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې نجونې له زېږدو دمخه نه وای ضایع کړای شوې نو اوس به په رښتیا هم هندوستان کې د نارینه و پرتله د ښځو شمېر ډېر و.

د یادونې ده چې په تېر کې د هند حکومت منلې وه چې د نجونو د ضایع کولو په مخنیوي کې پاتې راغلی او پخواني لومړي وزیر من موهن سینګ د نجونو ضایع کول ملي شرم بللی و او د نجونو د ژغورنې غږ یې کړی و.

هند

Getty Images
هندوستان کې په ۲۰۱۱ کال کې د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې د هرو ۱۰۰۰ نارینه وو په مقابل کې ۹۴۰ تنه ښځې وې.

دغه راز په ۲۰۱۴ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د هندوستان اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي هم له خلکو غوښتنه وکړه چې په وینا یې د خپلو لورګانو له وژولو لاس واخلي او یو کال وروسته یې یوه پروژه پیل کړه چې له مخې یې کورنۍ وکولای شي خپلې لورګانې وساتي او زده کړې پرې وکړي.

خو له دې اقداماتو سره سره ډېر بدلون ته سترګو کېږي او په وروستیو کلونو کې رپوټونه وو چې نوي زېږدلي نجونې پر سړکونو پرېښودل شوې، خښې کړای شوې او یا هم سیندونو او ویالو ته اچول شوې دي.

دغه راز رپوټونه وايي هندوستان کې اوس هم په غیرقانوني ډول د جنسي مسایلو د کلېنیکونو کاروبار ښه ګرم دی.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

پولیسو له ښځو سره د زور زیاتي پر ضد لاریوانوالو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۵, ۱۴۰۰)
ترکیه کې د حکومت هغه ګام وغانده، چې له مخې یې ترکیه له ښځو سره د تاو تریخوالي مخنیوي له نړیواله تړونه وتلې

Getty Images
ترکیه کې د حکومت هغه ګام وغانده، چې له مخې یې ترکیه له ښځو سره د تاو تریخوالي مخنیوي له نړیواله تړونه وتلې

د نړۍ په لر او بر کې یو شمېر ښځو د جنسیت پر بنسټ د تاو تریخوالي ضد لاریونونه او مظاهرې کړې.

په ترکیه او مسکیکو کې بیا پولیسو د دې لاریونونو خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او لوګي خپروونکي بمونه کارولي.

د ترکیې په استانبول کې د لاریونیانو او پولیسو تر منځ تاوتریخوالی رامنځته شو.

مظاهره چیانو د حکومت هغه ګام وغانده، چې له مخې یې ترکیه له هغه نړیواله تړونه وتلې، چې موخه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمونه ده.

د ترکیې استانبول په تقسیم میدان کې پولیس او مظاهره چیان لاس او ګرېوان شول.

د یادونې ده چې د ولسمشر رجب طیب اردوګان ځینې پلویان دا تړون د ترکیې له مذهبي ارزښتونو سره په ټکر کې بولي او خپله ولسمشر اردوګان هم ویلي، د ښځو ملاتړ برخه کې به له ځايي قوانینو ګټه واخیستل شي.

مکسیکو کې د لاریونوالو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې ۱۷ کسان ټپیان شوي

EPA
مکسیکو کې د لاریونوالو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې ۱۷ کسان ټپیان شوي

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوې لاریونوالې له قوله ویل شوي دي:

ښځې وژني، برالا یې وژني، موږ دا وضعیت نه منو.

د بشري حقونو ځايي فعالان وايي، د سږ کال له پیله تر اوسه ۳۴۵ ښځې وژل شوې دي.

بل لور مسکیکو سټي کې هم پولیسو د هغو ښځو مخه ونیوه، چې دې لړ کې یې لاریون کاوه.

په مکسیکو سټي کې دې لاریونوالو ښځو د ښځو وژنې بندولو غوښتنه کوله.

د بخښنې نړیواله ټولنه وايي، مسکیکو کې هره ورځ لږ تر لږه لس ښځې یا نجونې وژل کېږي.

د ځايي رسنیو په رپوټ کې ویل شوي، لاریونیانو پولیس په ډبرو وویشتل او د ۱۰ پولیسو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان شول.

له ښځو سره د زور زیاتي پر ضد د لندن، پاریس او بارسلونا لارو کوڅو ته د مظاهرو او لاریونونو لپاره سلګونه کسان راوتلي وو.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه باید د افغان د ښځو حقونو خوندیتوب ملاتړ وکړي

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۴۰۰)
افغانستان

Getty Images

د بښنې نړیوال سازمان وايي، نړیواله ټولنه باید د اوږدې ژمنتیا لپاره په افغانستان کې د ښځو حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي.

د ایمنسټي انټرنېشنل دغه غوښتنه د ۱۶ مشهورو افغان مېرمنو لاسته راوړنو ستایلو د نوي کمپاین له پیله مخکې په یوه رپوټ کې شوې ده.

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ضد کمپاین په مناسبت چې هر کال د نومبر پر ۲۵ مه پیلېږي، د بشري حقونو مدافع فعالانو پرېکړه کړې کمپاین کې د هغو افغان مېرمنو د ژوند کیسې وړاندې کړي چې تېرو ۲۰ کلونو کې له ستړو، ستونځو سره سره د ژوند په ډګر کې بریالۍ شوې دي.

دې بنسټ د یو شمېر دې ښځو له خولې خپل رپوټ کې ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کار، تعلیم، وینا او احتجاج کولو په برخه کې د ښځو حقونه ترپښو لاندې شوي دي او له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

په رپوټ کې ویل شوي، پر افغانستان د طالبانو ترواکمنېدو ورسته پر افغان ښځو سخت بندیزونه لګول شوي دي، د روغتیا او ځینو نورو برخو پرته په نورو سکتورونو کې ښځو ته ویل شوي چې کارونو ته ستنې نه شي.

رپوټ کې ویل شوي، د منځنیو ښونځیو او لیسو نجونې زده کونکې له تعلیمه بي برخه دي، ښځې له محرم پرته له کوره بهر د وتلواجازه نه لري او د جنسیتي توپیر له کبله لوړو زده کړو برخه کې د ښځو ونډه کمه شوې ده.

مجاهد

Reuters
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بښنې نړیوال سازمان دغه رپوټ بي بنسټه بللی

خو طالبانو د بښنې نړیوال سازمان دغه رپوټ بي بنسټه بللی او رد کړی یې دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل:

د تعلیم او روغتیا په برخه کې ښځینه فعالې دي. هغه خبرې بې بنسټه دي، چې ځینې مغرضې کړۍ وايي، ګواکې ښځې له کوره بهر نه شي تلای، د افغانستان په ښارونو کې ښځې ازادانه ګرځي، دا ډول پروپاګند د دښمنو کړیو کار دی، چې متاسفانه ځینې نړیوال سازمانونه یې د استدلال په توګه کاروي.

تېرو شلو کلونو کې د افغان ښځو حقونو په برخه کې پام وړ پرمختګونه شوی وو او څه باندې ۳،۳ میلیونه نجونو زده کړې کولې، خو اوس داسې اندېښنې شته چې د طالبانو په داسې سرپرست حکومت کې چې ټول غړي یې نارینه دي، ښايي د دې پرمختګونو مخه ډب شي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ښځو د حقونو خوندې کول د نړیوالو له خو ا د طالبانو حکومت رسمیت پیژندنې یو مهم شرط په توګه وړاندې شوی دی.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي