Connect with us

تازه خبرونه

افغان مسلمانانو متحد شئ او لنډمهاله حکومت جوړ کړئ- ګیلاني

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: October 21, 2020)

د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشر، حامید ګیلاني په هېواد کې له ښکېلو افغان اړخونو غوښتي، چې د مسلمانانو په توګه متحد او لنډمهاله حکومت جوړ کړي.

حامد ګیلاني له حکومت او طالبانو وغوښتل؛ له هغه څه سره سم ګامونه پورته کړئ، چې الله تعالی د سولې په اړه فرمایلي: او سوله ښه ده.

هو! مونږ باید د خلکو د خیر لپاره کار وکړو.

هغه وايي؛ مونږ هم افغانان او مسلمانان یو او دا یوازې مونږ افغانان او مسلمانان یو، چې کړیږو. هغه خلک، چې په ټولو خواوو کې مړه کیږي او یا ټپیان کیږي دواړه افغانان او مسلمانان دي.

نوموړي ویلي: وروڼو!  راځئ چې همغږي او متحد شو او د الله په خاطر له دې روانې فتنې او بغاوته  لاس واخلو او د سولې پر لوري، چې په کې د الله پاک رضا ده؛ حرکت وکړو.

ګیلاني په دوحه کې روانو خبرو ته پهغوته کې ویلي؛ دواړه خواوې مدعي دي. په هرو (دودیز) خبرو اترو، مذهبي / شرعي، ملي دودونو او نړیوال قوانینو کې تل د شخړو اوارولو ته د دریمې ډلې اړتیا لیدل لیدل شوې. د همدې دلیل له مخې لکه څنګه، چې زه یې ګورم  د ستونزې د حل کولو لپاره د لنډمهاله حکومت له رامنځته کولو پرته، چې د ټولو خواوو استازیتوب وکړي؛ هرڅوک په کې راضي وي او پر بنسټ یې د سولې ګامونه واخیستل کیږي، بل هیڅ غوراوی نلرو.

هغه دا هم څرګنده کړې، چې بیا د خلکو له هیلو سره سم ملي حکومت جوړ شي او د ملي اجماع  پر بنسټ د ټولو ګوندونو په ګډون روان شراچوونکی جنګ پای ته ورسیږي.

نوموړي ډاډمن دی، چې یو بل واکمن شته، چې اوسنۍ جګړې ته، چې نږدې ۴۰ کاله اوږده شوې او داسې جګړهډ چې پکې د بهرنیو شریکانو او ګاونډ هېوادونو په ګډون ډېري برخوال پدې باور دي، چې دا جګړه پوځي حل نلري؛ د پای ټکی ږدي.

تازه خبرونه

افغان او ترکمن ولسمشرانو پر سیمه ییزو پروژو خبرې کړي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: November 28, 2020)

د افغانستان ولسمشراشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف نن له غرمې وروسته تیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې په دې تیلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو پروژو په اړه خبرې کړې دي.

د ارګ د څرګندونو له مخې: د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د ترسره شویو کارونو؛ تاپي او تاپ پروژو او نوري فایبر شبکې د غزولو په اړه خبرې وکړې او د دغو پروژو د بشپړولو لپاره یې پر درې اړخیزو او څلور اړخیزو میکانیزمونو هم هوکړه وکړه.

په اعلامیه کې راغلي؛ د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو افغانستان ته پر وارداتي برښنا د خبرو پر مهال هوکړه وکړه، چې د افغانستان برښنا شرکت دې د ترکمنستان له لوري سره خبرې وکړي، چې د وارداتي برښنا ځانګړتیاوې او جزئیات وروستي کړي.

په دې تیلیفوني اړیکه کې د ترکمنستان ولسمشر ویلي؛ د دغه هېواد په مرسته په اقینې بندر کې یو جوړ شوی لوی جومات به، چې د ۵۰۰ لمونځ کوونکیو له ځایدو برخمن دی، په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.

ولسمشرغني نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر به د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پولیسو یو داکتر پر ۱۰ کلن ماشوم د جنسي تېري پر تور یو نیولی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: November 28, 2020)

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن (شنبه د لیندې ۸) څرګنده کړې؛ د کابل پولیسو یو داکتر نیولی، چې پر لس کلن ماشوم یې پرلپسې جنسي تېری کړی دی.

امرالله صالح پر فیسبوک پاڼه لیکلي؛ له عامې روغتیا وزارته غوښتل شوي؛ د دغه داکتر طبي جواز دې لغو کړي، چې له بند وروسته په ​​ټولنه کې د داکتر په توګه ځای ونلري.

امرالله صالح د داکتر او روغتون نوم هم لیکلی او څرګندوي، چې نوموړي په یاد خصوصي روغتون کې دنده تر سره کوله.

دغه راز امرالله صالح دا هم ویلي، چې د کابل پولیسو د کارته پروان له سیمې درې کسان د انسان تښتونې پر تور هم نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ انسان تښتوونکیو یو ۵۵ کلن سړی تښتولی و او د هغه له کورنۍ یې د پیسو غوښتنه کړې وه.

امرالله صالح وایي: تښتول شوی کس وژل شوی؛ خو د هغه کورنۍ ونه غوښتل، چې رسنیو جزئیات وړاندې کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم په ډاګه کړې؛ د کابل ملي امنیت ریاست په تېرو ۴۸ ګړیو کې د یو ۱۱ کلن ماشوم په ګډون د طالبانو او داعش ۱۱ غړي نیولي دي.

امرالله صالح څرګندوي، چې په دې ۱۱ نیول شویو کسانو کې ادریس نومی کوچنی ماشوم د طالبانو لخوا د ځانمرګي برید لپاره هڅول شوی و.

هغه دا هم لیکلي؛ له نېکه مرغه له دې سره د یوې چاودنې مخه نیول شوې او د ادریس نومي ماشوم پلار طالبانو ته د خپل زوی د سپارلو پر تور نیول شوی دی.

د امرالله صالح د څرګندونو له مخې؛ دغه سړی د کابل ښار د پېنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې استوګن و.

امرالله صالح پر کابل پوهنتون  د برید په اړه ویلي، چې د ملي امنیت ریاست د څېدنو د بښپړولو لپاره د وحت غوښتنه کړې ده.

نوموړي همدا راز ژمنه کړې، چې د ترهګریزو او جرمي پېښو په اړه به معلومات له بشپړېدو وروسته خلکو ته وړاندې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال نیمایي بودیجه تصویب کړه

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: November 28, 2020)

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ويلي، چې نن (شنبه د لیندۍ ۸) له مخالفتونو سره سره په جرګې جرګه کې د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال نیمایي بودجه تصویب شوه.

د ولسي جرګې یو شمېر غړيو ويلي، چې په دې بودجه کې له یوه واحد څخه بل ته د پیسو په لیږد کې هم فساد رامنځته شوی دی.

دوی څرګنده کړې، چې ولسي جرګه په دې اړه د رڼښت غوښتونکې ده او اړوند ادارې باید په دې اړه ځواب ویلو ته راوړاندې شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending