Connect with us

لوبی

افغانستان له سريلانکا سره د درې یوې ورځنیو سیالیو د لوبغاړيو نوملړ په ډاګه کړ

خپور شوی

د

د افغانستان کرکت بورد د غوراوي کمیټې له سري لانکا سره د درې یوې ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبغاړیو ۱۵ کسیز نوملړ په ډاګه کړ.

د افغانستان کرکت لوبډله به د سریلانکا په همبانتوتا ښار کې د دې هېواد له ملي لوبډلې سره د جون پر دوه‌یمه، څلورمه او اوومه خپلې اړوند لوبې وکړې.

د افغانستان کرکت بورد په اعلامیه کې راغلي:  لوبډلې ته چټک توپ اچوونکی عبدالرحمن رحماني اضافه شوی؛ خو ګلبدین نایب، یمین احمدزی، ضیاءالرحمن اکبر او شاهدالله کمال، چې د سري لانکا پروړاندې د یو ورځنیو سیالیو د تېرې لوبلړۍ غړي وه؛ دا ځل د احتیاطي لوبغاړیو په توګه له لوبډلې سره مل دي.

د افغانستان کرکت بورد عمومي رییس میرویس اشرف وايي: ښه به وي، چې په دې سیالیو کې نوې څېرې وړاندې شي. د نړیوال جام لپاره چمتووالی له وخته پیل شوی او مونږ له هر فرصت څخه پر ګټه اخیستنه باید د کرکت ملي لوبډلې لپاره غوره لوبډله جوړه کړو.

میرویس اشرف زیاته کړې؛ اوسمهال د افغانستان د سوپر کولا یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د کرکت لوبغاړي له یو بل سره لوبې کوي، چې بې له شکه د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکیو سیالیو په پایلوبه کې به اغېزمن رول ولوبوي.

د لوبغاړیو په نوملړ کې:

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر) رحمت شاه، رحمان الله ګربز(وکت ساتونکی) ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل (وکت ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد، عبدالرحمن ، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک راغلي دي.

د احتیاطي لوبغاړيو نوملړ کې:

ګلبدین نایب، شاهدالله کمال، یامین احمدزی او ضیا الرحمن اکبر شته دي.

 

لوبی

د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام لپاره د افغانستان د لوبغاړو نوملړ اعلان شو

د ملي لوبډلې یو نومیالی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ، چې د پښې د ټپ له کبله له څه وخت راپدېخوا له لوبډلې لرې و؛ بېرته له لوبډلې سره یوځای شوی دی.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام لپاره د خپلې ۱۵ کسیزې ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ، چې ټاکل شوې د کب پر لومړۍ / د فبروري پر نولسمه پیل شي.

د ملي لوبډلې یو نومیالی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ، چې د پښې د ټپ له کبله له څه وخت راپدېخوا له لوبډلې لرې و؛ بېرته له لوبډلې سره یوځای شوی دی.

د ملي لوبډلې بریالی توپ اچوونکی مجیب الرحمن تر اوسه پورې له خپل اړوند ډاکټر څخه په لوبو کې د ګډون اجازه نده ترلاسه کړې. د هغه پر ځای، بل بریالی بالر الله محمد غضنفر په نوملړ کې راغلی دی.

صدیق الله اتل یو بریالی توپ‌وهونکی، چې د زیمبابوي پر وړاندې په وروستیو سیالیو کې ښه وځلېد، په نوملړ کې شامل شوی دی.

د ملي لوبډلې بریالی توپ‌اچوونکی نور احمد لکڼوال، چې مخکې د زمبابوې پر وړاندې د روزنیزو هحو یا تمریناتو په بهیر کې لږ ټپي شوی و؛ له درملنې وروسته په نوملړ کې نیول شوی دی.

د لوبغاړو بشپړ نوملړ:

حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتي د لوبډلمشر مرستیال، رحمان الله ګرباز او اکرام علي‌خېل (ویکټ ساتونکي)، ابراهیم ځدران، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي ، نوید ځدراڼ، او فرید احمد ملک.

پر دې لوبغاړو سربېره، دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګیال خروتي په احتیطي نوملړ کې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف ویلي: " له شک پرته زمونږ ملي اتلان په تېر نړیوال جام کې ډېر ښه وځلېدل، چې په پایله کې یې د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه. له دې ټولو لاسته راوړنو او کړنو سره - سره زه ډاډه یم، چې زمونږ لوبغاړي به په دې لویو سیالیو کې ډېر بریالي وي او یو ځل بیا به د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه او لاسته راوړنې ثبت کړي."

هغه زیاته کړې: "په تېرو دوه نړیوالو جامونو کې مونږ له کوربه هېوادونو څخه د روزنیز مشاورین هم ګمارلي وه، او په دې ټورنمنټ کې یونس خان یو له تجربه لرونکو او بریالیو لوبغاړو څخه دی، چې بریالی شو نړیوال جام خپل هېواد ته پخپله مشرۍ راوړي. مونږ د ملي لوبډلې د لنډمهاله روزونکي لپاره یو سلاکار ټاکلی دی او د هغه شتون به هم مثبته پایله ولري."

د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام په اړه معلومات

اسټرالیا او هند د اتلانو جام دوه ترټولو بریالۍ لوبډلې دي، چې په ۱۹۹۸ کال کې پیل شوي؛ هغه مهال د "ناک آوټ کپ" په نوم پېژندل کېده. دواړو لوبډلو دوه ځله دا سیالۍ ګټلي؛ اسټرالیا یوازنۍ لوبډله وه، چې پرله‌پسې اتلولۍ یې ګټلې دي - پر ۲۰۰۶ د هند په ممبي کې او پر ۲۰۰۹ سویلي افریقا په سینټوریون کې. هند پر ۲۰۰۲ په کولمبو کې ټورنمنټ وګاټه؛ له سریلانکا سره یې په ګډه کوربتوب وکړ او بیا پر ۲۰۱۴ د انګلستان په برمنګهم اتل شو.

د دې جام نور ګټونکي جنوبي افریقا، نیوزیلینډ، ویسټ انډیز او پاکستان دي.

په افغانستان کې د لوبو د خپرونو حقونه

په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو ټلویزیون څخه وګوري، چې د دې پېښې د خپراوي ځانګړي حقونه یې ترلاسه کړي دي.

دا به د کرکټ اتلانو نهم فصل وي او کوربه به یې پاکستان وي.

د خبرتیاوو او نورو جزئیاتو لپاره د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزو رسنیو پاڼې هم وڅارئ.

د سیالیو مهالوېش په لاندې ډول دی:

Continue Reading

لوبی

یونس خان د اتلانو جام لپاره د ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شو

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د اتلانو جام سیالۍ د روان کال د کب پر لومړۍ / د فبرورۍ پر نولسمه د پاکستان پر کوربتوب پیلیږي، چې د کب تر نولسمې / د مارچ تر نهمې به روانې وي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پخوانی پیاوړی توپوهونکی او په خپله لوبډلمشرۍ کې د شل اوریز نړیوال جام ګټونکی یونس خان د روان کال اتلانو جام یا چمپینز ټرافي لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي او څارونکي په توګه وټاکل شو.

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د اتلانو جام سیالۍ د روان کال د کب پر لومړۍ / د فبرورۍ پر نولسمه د پاکستان پر کوربتوب پیلیږي، چې د کب تر نولسمې / د مارچ تر نهمې به روانې وي.

په دې لړ کې به د افغان اتلانو د لومړي پړاو لوبې د فبرورۍ پر یوویشتمه، شپږویشتمه او اته‌ویشتمه  ترسره شي.

اووه څلوېښت کلن یونس خان په ۱۱۸ ټسټ لوبو کې ۱۰۰۹۹ منډې، په ۲۶۵ یو ورځنیو سیالیو کې ۷۲۴۹ او ۲۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۴۴۲ منډې جوړې کړې دي.

همدا راز نوموړي ۲۲۹ فرسټ کلاس، ۳۵۱ لیسټ اې او ۸۳ شل اوریزې لوبې هم ترسره کړې دي.

یونس خان په یو ورځنیو لوبو کې ځانګړی نوم لري، چې په یاده بڼه کې یې د ۷۲۴۹ منډو ترڅنګ ۷ سلیزې او ۴۸ نیمه سلیزې جوړې کړې دي. دغه ډول نوموړی په ټسټ لوبو کې ۳۴ سلیزې او ۳۳ نیمه سلیزې لري.

یونس خان له دې مخکې په ابوظبي کې د افغان ملي لوبډلې د روزنیزو هڅو پرمهال هم د توپوهنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې، چې شتون یې ډېر ګټور و.

همدا راز نوموړی د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره د توپوهنې د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی.

د یونس خان په لوبډلمشرۍ کې پاکستان د ۲۰۰۹ز. کال شل اوریز نړیوال جام ګټلی او همدا راز د نوموړي په شتون کې یاد هېواد د ۲۰۱۲ز. کال د آسیا جام لوبو اتلولي هم خپله کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي؛ نوموړی به افغان لوبډلې ته په یادو سیالیو کې د پاکستان د اب و هوا، د پیچونو یا ویشتنځایونو د څرنګوالي، د ملي لوبدلې له مشر روزونکي سره د پلان جوړونې او همغږۍ، د لوبغاړو د کارکردګۍ  او په دغه برخه کې د سلاکارۍ، د پلان جوړونې او نورو اړوند برخو مسوولیتونه پر غاړه ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه وایي؛ د خوشحالۍ ځای دی، چې د ملي لوبډلې لپاره مو له یونس خان سره لنډمهاله قرارداد وکړ، هغه له دې مخکې هم له افغان اتلانو سره په اړوند ډګر کې کار کړی، چې په کې د نوموړي شتون ډېر ګټور و.

د خوشالۍ ځای دی، چې آریانا راډیو ټلویزیون درنو هېوادوالو ته د کرکټ نړیوال ۲۰ اوریز لیګ د سیالیو درېیم پړاو پر ژوندۍ او قانوني بڼه خپروي.

د یادونې ده، چې په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د نورو خبرتیاوو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا راډیو ټلویزیون ATN تر څنګ زمونږ ټولنیزې رسنۍ هم وڅاري.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ ټیسټ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

په دې لوبه کې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي شپږمه ) پیل شوه؛ زمبابوې پچه وګټله او پخپل لومړي وار یې ۵۸۶ منډې جوړې کړې. افغانستان پخپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۹۹ منډې وکړې.

Published

on

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټیسټ کرکټ لړۍ لومړۍ لوبه (د دوشنبې پر ورځ د مرغومي لسمه) بې پایلې پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي شپږمه ) پیل شوه؛ زمبابوې پچه وګټله او پخپل لومړي وار یې ۵۸۶ منډې جوړې کړې. افغانستان پخپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۹۹ منډې وکړې.

لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۴۶، رحمت شاه ۲۳۴ او افسر ځاځي ۱۱۳ منډې جوړې کړې.

د دې لوبې په پېنځمه او وروستۍ ورځ د زمبابوې لوبډلې خپله دوه‌یمه توپ‌وهنه پیل کړه او د څلورو لوبغاړو پر سوځېدو یې ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه‌یمه ټیسټ لوبه د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ پیل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!