تازه خبرونه
افغانستان د نړیوالې ټولنې له پامه غورځېدلی هېواد دی – ازبکستان
هغه ويلي: مونږ باوري يوو، چې په بهر کې د افغانستان د کنګل شويو مالي شتمنيو بېرته ستنېدا به په دې هېواد کې د ټولنيز وضعيت له ښهوالي سره مرسته وکړي.
د ازبکستان ولسمشر ویلي، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جګړو او نښتو له کبله افغانستان د یو هېواد په توګه د نړیوالې ټولنې له پامه غورځول شوی دی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف دا خبره په آذربایجان کې د ترک دولتونو سازمان په ناسته کې کړې ده.
د تسنیم خبری آژانس د راپور له مخې؛ میرضیایوف په دې ناسته کې ویلي: له بده مرغه د نړۍ په نورو سیمو کې د جنګونو او شخړو د زیاتېدو له کبله زمونږ ګاونډ افغانستان، چې د ترکیې په میلیونونه استازي په کې ژوند کوي؛ د نړیوالې ټولنې له پامه غورځول شوی دی.
په دې ناسته کې د ازبکستان ولسمشر د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه هم وکړه.
هغه ويلي: مونږ باوري يوو، چې په بهر کې د افغانستان د کنګل شويو مالي شتمنيو بېرته ستنېدا به په دې هېواد کې د ټولنيز وضعيت له ښهوالي سره مرسته وکړي.
میرضیایوف وړاندیز کړی، چې د افغانستان په اړه باید د ترک هېوادونو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په اجنډا کې یوه ګډه او متحده تګلاره ومنل شي.
هغه زیاته کړې، ازبکستان به د افغانستان له خلکو سره لازمې مرستې روانې وساتي.
هغه زیاته کړې، ازبکستان به د افغانستان له خلکو سره لازمې مرستې روانې وساتي.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې او د مهاجرت نړیوالې ټولنې (IOM) له دې مخکې په افغانستان کې د بېوزلۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د بودجې له کمښت سره مخ دي.
اړوند خبرونه:
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې پر پیلېدا ټینګار څرګند کړ
د ازبکستان او افغانستان خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول