Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان د انساني قاچاق لپاره تر ټولو ناوړه هېواد دی

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: June 28, 2020)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ملي اردو، پولیسو او سیمه ییزو ملېشو تر منځ د بچه بازۍ ناوړې پدیده تل شتون لرلی او هیڅکله یې د مخنیوي هڅه نده شوې.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور سرلیک د انسان قاچاق ټاکل شوی؛ خو په کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې له اتلس کلونو د ټيټ عمره کمکیو زلمیانو د استخدام او بچه بازۍ څرګندونې رانغښتل شوي او څرګندوي: حتا د دغه راپور د چمتو کولو پر مهال د افغانستان په دولتي بنسټونو کې د بچه بازۍ او کمکیو سرتېرو د استخدام د څو مواردو په اړه خبرونه ترلاسه شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، یو شمېر پولیس او په ځانګړي توګه د دوی قومندانان په لیرې پرتو سیمو کې ماشومان د بچه بازۍ لپاره استخداموي.

د افغانستان د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په قانون کې بچه بازي جرم پېژندل کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دغه ډول کړنې د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ماشومانو د حقونو نقض بولي او ټينګار کوي، چې دولت یې باید مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې دغه راز لوګر ولایت ته د جنسي استفادې په موخه د ۱۶۵ ماشومانو د قاچاق ادعا، د لویې څارنوالۍ د څېړنو او پدې تړاو د شل کسانو د تورن پېژندو یادونه هم شوې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت کاږي، چې د انساني قاچاق قربانیان د دوسیو بندولو په موخه جنسي رشوت ورکولو ته اړ کیږي، یا که د انساني قاچاق قضیو د افشا کولو هڅه وکړې پرې جنسي تېری کیږي او زندان ته استول کیږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه کلني راپور په غبرګون کې څرګنده کړې، چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستو لټه شو او د کورني امنیت ریاست پولیس یې د مخنیوي په اړه کار کوي.

تازه خبرونه

طالبان باید له پاکستان سره اړیکې پرې کړي– اشرف غني

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: January 22, 2021)

ولسمشر هرات ته د خپل سفر پر دوه یمه ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي؛ له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو پرېکول د افغانستان د سولې مهمه اړتیا ده.

دغه راز ولسمشر زیاته کړې:  سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره باید طالبان له هېواده بهر پټنځایونه ونلري. که طالبان غواړي په افغانستان کې وي، دوه ګونی تابعیت نلرل يې شرط دی.

نوموړی د لنډ مهال حکومت د جوړولو پر طرحه هم د نیوکې تر څنګ څرګنده کړې؛ که طالبان ټاکنې ومني او ګټونکي شي، دی به د واک لېږد لپاره حاضر شي.

ولسمشر غني مني، چې اوس هم د کابل او اسلام آباد تر منځ باور کمزوری دی او تر اوسه د دواړو هېوادونو تر منځ د سرچینو تعریف ندی شوی.

د هغه په خبره، اسلام آباد په ډېرو برخو کې افغانستان ته اړ دی.

ولسمشر اشرف غني ویلي؛ ما د پاکستان له لومړي وزیر وغوښتل، چې طالبانو ته ښکاره ووایي، چې له سیاسي حللارې پرته بله لار نشته.

ولسمشر د سولې خبرو په لړ کې هغه خطرونه، چې ښایي را منځته شي هم اټکل کړي دي.

هغه په دې اړه څرګنده کړې: مونږ سولې ته هیله من یو؛ خو هر راز خطرونو ته هم چمتوالی لرو. ملت، چې چمتو نه وي تېرایستل کیږي.

که څه هم د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچي پلاوی په دوحه کې له طالبان و سره خبرې روانې ساتلي؛ خو ولسمشر غني په ډاګه کړې: وروستۍ پرېکړه د پلاوي په لاس کې نده، بلکې د خلکو او د دولت په ځینو برخو پورې تړاو لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د طالبانو او امریکایانو د هوکړې پلي کېدل غواړي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: January 22, 2021)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له ولسمشره غواړي، چې خپل ځواکونه د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ له افغانستان څخه وباسي.

په امریکا کې د نوي ولسمشر جوبایډن له راتلو سره ټول په تمه دي، چې امریکا به د افغانستان په اړه کومه پالیسي غوره کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جوبایډن له ادارې غوښتي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ویستو بهیر د فبرورۍ د نهه ویشتمې هوکړې له مخې روان وساتي.

شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي؛ د افغانستان له خاورې بهیر بهرني تخریب کوونکي شته او د امریکا له نوي ولسمشره غواړي، چې را منځته شوی فرصت او د افغانستان د سولې په بهیر کې را منځته شوي پرمختګونه درک کړي او له دې پرمختګونو دې د په شاتګ سبب نکیږي.

دغه راز د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار هم ویلي، چې یوازې مرکچي ډلې کولی شي سولې ته لاس رسی پیدا کړي او افغان دولت باید له هیڅ بهرني عنصر څخه د سولې د ټینګښت تمه ونلري.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موهید یوسف  وایي: د مرستو او آسانتیاوو په برخه کې مونږ کارونه تر سره کړل او تر سره به یې کړو؛ خو د امریکا په خاطر نه، بلکې په رښیتنې ډول باید ووایم، چې یوازې  پاکستان به ترې ډېره ګټه واخلي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې، چې اسلام آباد د افغانستان د سولې په بهبر کې آسانتیاو برابرولو ته چمتو دی؛ خو افغان دولت باید فکر ونکړي، چې بهرني عناصر کولی شي، په دې هېواد کې سوله ټینګه کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، د دوحې د سولې په خبرو کې را منځته شوې دمه د دې لپاره ده، چې طالبان په دې برخه کې د جوبایډن تازه اقدامات وویني.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ریچارډ اولسن ویلي؛ د افغانستان او  پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي له افغانستان څخه د  روان کال د مې تر میاشتې د ټولو ځواکونو د ویستو بهیر له ننګونو ډک بولي او وایي، چې د افغانانو د سولې په خبرو کې اوسنی بندون هم د طالبانو قصدي کار دی، چې بایډن د افغانستان د سولې په تړاو تازه ګامونه واخلي.

ریچارډ اولسن وایي: هغوي اوس یوه دمه اخیستې؛ زما په اند طالبان په رښتیا په دې تمه دي، چې د ټرمپ ادارې لخوا د سولې بهیر په تړاو کوم اقدام کیږي. زما په نظر د بایډن اداره د ۲۰۲۱ کال د مې په میاشت کې د پرېکړې په تړاو له ننګونو سره مخ ده، چې څه باید تر سره کړي.

که څه هم ویل کیږي، چې د نوي ولسمشر له راتلو سره به د امریکا په بهرني سیاست کې د پام وړ بدلون رانشي؛ خو وبه کتل شي، چې د امریکا نوی ولسمشر د افغانستان په اړه کومه پرېکړه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل ښار کې له دوه چاودنو درې کسان وژل شوي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: January 21, 2021)

د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې پنجشنبې پرماسخوتن د کابل ښار د کوټې سنګي  او دارالامان په اړوند سیمو کې د ملي اردو او شخصي موټرو د طالبانو په برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

دغه راز همهاله د دارالامان په درې لاري کې پر یوه شخصي کرولا د نښلیدونکي ماین چاودنه شوې، چې یو ملکي وګړی یې وژلی او دوه نور ټپیان شوي.

پولیسو دا چاودنه هم تائيد کړې؛ خو د قربانيانو د هويت په اړه يې جزئيات ورنکړل.

دغه دوه پېښې د یو ساعت په دننه کې د ټولنیزو رسنیو وکاروونکیو تر منځ سخته اندېښنه راپورته کړې او د ناامنیو پړه یې پر امنیتي ادارو وراچولې ده.

د فیسبوک کاروونکیو پوښتلي، چې د دې مهال په ګڼه ګوڼه کې څنګه له چاودنې دوه کسان وژل کیدلی شي؟ خو پولیس نشي کولی د چاودنو د عاملینو مخنیوی وکړي.

دا چاودنې له هغې وروسته رامنځته کیږي، چې د اروپا د بشري حقونو سفیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر ملکي وګړیو د چاودنو غندنه وکړه.

دوی ویلي، چې د پام وړ تلفات د طالبانو او بېلابېلو تروریستي سازمانونو لخوا ملکي وګړیو ته اوښتي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د بشري حقونو د مدافعینو، قاضیانو، ژورنالیستانو، د رسنیو د کارمندانو او د مدني ټولنې د مخکښانو موخه ییزې وژنې د منلو وړ ندي.

دوی د حساب ورلونې او د ټولو بریدونو د بشپړې څېړنې او پلټنې غوښتنه وکړه او زیاتوي، چې ټول مجرمین باید محاکمه شي.

په کابل کې د موخه ییزو وژنو له زیاتوالي وروسته د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي؛ هغه مجرمین، چې نیول شوي باید اعدام شي.

د بندیانو د اعدام په اړه د امرالله صالح څرګندونو ته په غبرګون کې طالبانو خبرداری ورکړی که د دوی بندیان اعدام شي؛ نو دوی به یې غچ واخلي.

د طالبانو ویاند ویلي؛ ټول طالب بندیان، چې د افغان حکومت د محکمو لخوا پر مرګ محکوم شوي؛ د خوشې شویو ۵۰۰۰ بندیانو پرته له نورو بندیانو سره بد چلند به د سولې بهیر ته زیان ورسوي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز. کلیه حقوق محفوظ است