تازه خبرونه
افغانستان دې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو د ورتګ پر بندیز بیا غور وکړي
د م.م عمومي منشي انتونیو ګوترش د جنورۍ د ۲۴ پر مناسبت، چې د پوهنې نړیواله ورځ ده؛ په خپل تویتر پیغام کې له اسلامي امارته غوښتي، چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ پر بندیز بیا غور وکړي.
انتونیو ګوترش یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو بندیز غندلی او ویلي یې دي؛ هغه وخت راغلی، چې ټول تبعیضي قوانین او کړنې پای ومومي او زدهکړو ته لاسرسی رامنځته شي.
د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) د نړۍ له خلکو غوښتي، چې له زدهکړو بې برخې افغان نجونو او ښځو سره خواخوږي وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي: زه په ځانګړي توګه د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتنه کوم، چې ثانوي زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي بندیز لرې کړي. زه هغه هېوادونه هم هڅوم، چې د دې ټولنې د راتلونکیو غونډو په سر کې ښوونې او روزنې ته ځای ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مرستیال مارتین ګریفیتس سره په کتنه کې ویلي، چې بشري مرستې باید مشروطې نه وي.