تازه خبرونه
اشرف غني او ملګرو يې د تېښتې پر مهال له يو ميليون لږ ډالر وړي – سیګار
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش د امریکا کانګرس ته په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې؛ اشرف غني او د هغه ۵۴ ملګرو د اګست پر ۱۵ د تېښتې پر ورځ شاوخوا یو میلیون ډالر بهر ته وړي دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سپکو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا له افغانستان څخه د تېښتې پر وخت د لسګونه میلیون ډالرو لېږدول رد کړي دي.
سیګار وايي، چې د لومړنیو موندنو پر بنسټ اشرف غني او د هغه ۵۴ کسیزې ډلې د تېر کال د اګست پر پېنځلسمه له افغانستان څخه د تېښتې پر مهال له ۵۰۰ زره ډالرو زیاتې پیسې له ځان سره وړي دي.
د سیګار ادارې د څرګندونو له مخې؛ د لومړنیو موندنو له مخې، د پام وړ نورې پیسې، پېنځه میلیون ډالره په ولسمشرۍ ماڼۍ او ۷۰ میلیون نور د ملي امنیت له ریاسته ورکې شوې دي.
سیګار د امریکا کانګرس ته په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې په درې چورلکو کې د ۱۶۹ میلیون ډالرو د لېږدولو راپورونه، چې ګواکې اشرف غني او ډلې یې له افغانستان څخه وړي دي؛ ناسم دي.
امريکايي ورځپاڼې پوليټيکو د سیګار د يوه لومړني راپور د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له جنرال عمر خېل سره په يوه کڅوړه کې دوه سوه زره ډالره او د ملي امنيت شورا د سلاکار رفيع فضل سره په بله کڅوړه کې ٢٤٠ زره ډالره ول.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي عمومي پلټونکی جان سپکو ویلي: که څه هم سیګار موندلې، چې د اشرف غني او د هغه د ملګرو په چورلکو کې یو څه نغدې پیسې لیږدول شوي؛ خو شواهد ښيي، چې دا رقم له یو میلیون ډالرو کم و.
په کابل کې د روسیې سفارت د اسلامي امارت له واک ته رسیدو یوه ورځ وروسته دولتي خبري آژانس ته ویلي وه، چې غني د تېښتې پر مهال ۱۶۹ میلیون ډالر له ځانه سره وړي. دا ادعا بیا وروسته د اشرف غني لخوا رد شوه؛ خو د لېږدېدلو پیسو د اندازې په اړه یې هغه مهال هم څه ندي ویلي.
د سیګار موندنې ښيي، چې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه پېنځه میلیون او له ملي امنیت څخه اویا میلیون ډالر په هماغه ورځ تريتم او غلا شوي دي.
یوه پخواني لوړپوړي چارواکي سیګار ادارې ته ویلي، چې له اشرف غني سره مل کسانو هر یوه له پېنځه څخه تر لس زره ډالرو پخپلو جیبونو کې لرل.
جان سپکو څرګنده کړې: له هغې وروسته، چې غني او ملګري یې له ارګه وتښل؛ په ارګ کې شاوخوا پېنځه میلیون ډالر پاتې ول، چې د ولسمشرۍ د ساتنې ادارې (PPS)د سرتېرو لخوا پرې شخړه وشوه او په بکسونو کې ځانګړیو موټرونو له ارګه وایستل او ورک شول. دغه راز له ملي امنیت ریاست څخه اویا میلیون ډالر، چې د طالبانو ضد وسلوالو د ملاتړ لپاره په پام کې نیول شوي وه، هم ورک او له لاسرسي ووتل.
له دې ټولو ناخوالو سره سره د سیګار اداره وايي، تر اوسه نده توانېدلې، چې د اګست پر پېنځلسمه د لوټ شويو پيسو کره اندازه معلومه کړي .سیګار دغه راپور له ۳۰ پخوانیو افغان چارواکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی، چې په کې د ارګ لوړپوړي چارواکي او د اشرف غني ملګري، د حکومت پخواني امنیتي او دفاعي چارواکي شامل دي.
سیګار په ډاګه کوي؛ دا یو لومړنی راپور دی او د وروستي راپور چمتو کولو لپاره د معلوماتو راټولول مو روان ساتلي دي.
تازه خبرونه
تحول: د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم
تازه خبرونه
څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې
تازه خبرونه
د اماراتو مشر د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل
دا غونډه د ابوظبي په قصرالشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د اماراتو خبري سرچینې (وام) راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.
دا غونډه د ابوظبي په قصرالشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دوی د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړلې او په ځانګړې توګه یې د اقتصاد او پراختیا پر اړوند برخو یې خبرې وکړې.
دواړو چارواکو د افغانستان د بیارغونې او ثبات د ملاتړ لپاره پر هڅو بیاکتنه وکړه، چې موخه یې د افغانانو لپاره پرمختګ، سوکالي او اقتصادي وده ده.
سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ له همکارۍ ستاینه وکړه او له افغانانو سره یې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه هم وکړه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم په دې سفر کې له حقاني سره مل دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه21 hours ago
ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو
-
تازه خبرونه3 days ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
تازه خبرونه21 hours ago
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
-
نړۍ3 days ago
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول
-
نړۍ22 hours ago
ټرمپ د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه