Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت مونږ ته ویلي، چې په خپله خاوره کې د ناامنۍ ریښه ولټوو او مونږ هم ومنله – کاکړ

خپور شوی

د

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر ویلي؛ اسلامي امارت مشوره ورکړې، چې په خپله خاوره کې د امنیتي ستونزو ریښه ولټوي او مونږ هغه ومنله او د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنېدا لپاره مو عملي هڅې تر سره کړې.

انوارالحق کاکړ په یوه مقاله کې، چې د یکشنبې پر ورځ بریتانوي ورځپاڼې ټیلیګراف خپره کړې؛ څرګندوي: د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راپدیخوا لږ تر لږه ۱۶ افغان وګړو په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه کړي او ۶۵ نور ترهګر له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي، چې ټول افغانان ول.

هغه ویلي؛ هیڅ مسوول حکومت نه‌شي کولی دا ډول اندېښنې له پامه وغورزوي. هر کله مو، چې دا مسله د افغانستان له چارسمبالي حکومت (اسلامي امارت) سره مطرح کړې؛ هغوی مونږ ته مشوره راکړې، چې خپل کور پخپله سمبال کړو. مونږ په پای کې پرېکړه وکړه، چې د دوی مشورې ته پام وکړو او خپل ځان تر پاملرنې لاندې ونیسو.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې په تېرو درې - څلور لسیزو کې له څلور څخه تر پېنځه میلیون پورې کډوال (تقریبا د آیرلینډ نفوس) پاکستان ته راغلي دي.

هغه ویلي: ډېري د پاتې کیدو حق نه‌لري. سره له دې، چې پاکستان د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون او ( د ۱۹۶۷  کال پروتوکول ) لاسلیک کړی نه‌دی؛ خو مونږ پر پوره سخاوت د مهاجرینو لوی شمېر منلی دی. میلمه‌پالنه د پاکستان د DNA یوه برخه ده او له همدې کبله به مونږ پخپلو قانوني، اخلاقي او بشري مسوولیتونه عمل کوو.

کاکړ ویلي، چې د مهاجرینو د داوطلبانه ستنېدا لپاره ډېر فرصتونه وکارول؛ خو د بې اسنادو مهاجرینو د راجستر کولو لپاره د پاکستان له پرله‌پسې هڅو سره - سره  یو لوی شمېر مهاجرینو له نوملیکنې ډډه وکړه.

هغه ټینګار کړی؛ پاکستان د خواریکښو او قانون پلي کوونکیو مهاجرینو څخه ګټه پورته کړې، خو د مهاجرینو د کوربه‌توب ټولنیز، اقتصادي او امنیتي لګښتونه هم حیرانوونکي دي.

د پاکستان لومړی وزیر دا هم ویلی؛ له افغانستان څخه د لویدیځو هېوادونو له وتلو وروسته سلګونه زره کسان پاکستان ته رادننه شول، چې ۵۹ زره یې له پاکستان څخه بهر میشت شول او له ۴۲ زره ډېر نور اوس هم لویدیځو هېوادونو ته د لېږدېدو تمه لري.

هغه ویلي، چې پاتې نورو پناغوښتونکيو د پنا غوښتنې لپاره قانع کوونکي دلیل وړاندې کړی نه‌دی او په غیر قانوني توګه په پاکستان کې پاتې کېدا روانه ساتي.

کاکړ وایي؛ پاکستان نن د تاریخ په څلورلاري کې ولاړ دي. مونږ نور نه‌شو کولی، چې د دومره لوی شمېر غیرقانوني کسانو پر منلو خپل ملي امنیت له خطر سره مخ کړو. زمونږ وروستی هدف د خوندي پاکستان جوړول، سوله‌ییز او سوکاله پاتې کېدا ده، چې خلکو، سیمې او نړۍ ته ګټه رسوي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې د غیرقانوني کډوالو جبري ایستل پیل کړل، چې اسلامي امارت او د بشري حقونو ټولنې پرې نیوکې وکړې.

پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه لري او ترې ملاتړ کیږي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې ردوي او څرګندوي، چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې ونډه نه‌لري او افغانان په پاکستان کې د امنیت رامنځته کولو مسوول هم نه‌دي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت د جدي شپږمه د شوروي اتحاد یرغل وغانده

د ارګ‌ په خبرپاڼه کې راغلي: « له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو لاسپوڅو پر ملتیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې ټینګ ودرېدل.»

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د پیل د ۴۵ کلیزې په مناسبت په خبربانه کې  د جدي شپږمه د شوروي اتحاد یرغل غاندلی او د افغانانو مباره یې ستایلې ده.

د ارګ‌ په خبرپاڼه کې راغلي: « له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو لاسپوڅو پر ملتیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې ټینګ ودرېدل.»

د خبرپاڼې له مخې؛ افغانان له ۹ کاله مبارزې او جهاد وروسته داسې ورځ  ولیده، چې سرو لښکرو په افغانستان کې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه ووتل.

اسلامي امارت ویلي، چې راتلونکي نسلونه باید تل د دین، خپلواکۍ او وطن په دفاع کې د خپلو پخوانیو اسلافو پیروي وکړي او د هر ډول تېري او ظلم پر وړاندې ودریږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلې نن ټسټ لوبه کوي

دغه ۵ ورځنۍ لوبه به د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ پیل شي.

Published

on

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن (د مرغومي شپږمه) ټسټ لوبو لړۍ پیلوي.

دغه ۵ ورځنۍ لوبه به د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ پیل شي.

دغه ټېسټ لوبې د دواړو هېوادونو تر منځ د مخ پر زياتېدونکيو سيالیو يو بل زړه‌راکښونکی پړاو دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دې سفر کې د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ ګټلې ده.

ټاکل شوې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ټسټ لوبې ترسره شي او د دوی ترمنځ به دوه‌یمه ۵ ورځنۍ ټسټ لوبه د مرغومي پر دیارلسمه پیل شي.

ویل کیږي، چې د لوبو دا لړۍ به د روان ډسمبر تر دېرشمې د بولاوایو په کوینز سپورټي کلب کرکټ لوبغالي کې روانې وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د هوایي برید له کبله د سفارت چارسمبالی احضار کړ

د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بمبارډ له کبله د دغه سفارت چارسمبالي ته یو «سخت اعتراض لیک» سپارلی، چې په کې پاکستاني لوري ته ویل شوي؛ د افغان خاورې ساتنه د اسلامي امارت “سره کرښه” ده، چې دا ډول غیر مسوولانه کړنې بدې پایلې لري.

Published

on

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن (چهارشنبه د لیندۍ پېنځمه) یې په کابل کې د پاکستان د سفارت چارسمبالی احضار کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بمبارډ له کبله د دغه سفارت چارسمبالي ته یو «سخت اعتراض لیک» سپارلی، چې په کې پاکستاني لوري ته ویل شوي؛ د افغان خاورې ساتنه د اسلامي امارت "سره کرښه" ده، چې دا ډول غیر مسوولانه کړنې بدې پایلې لري.

ویل کیږي، چې تېره ورځ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د بې پيلوټه الوتکې د بريد له کبله ٤٦ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!