Connect with us

تازه خبرونه

ازبکستان په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا لرۍ- کارګر

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: ليندۍ ۱۲, ۱۳۹۵)

vlcsnap-2016-12-02-14h28m34s165

د منځنۍ آسیا د ګډو ګټو هېواد و نو لپاره د افغان و لسمشر ځانګړی استازی وايي؛ د منځني آسیا هېوادو نه لیوا له دي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو پروژو کې پانګونه وکړي.

هغه په ډاګه کړې، چې ډېر ژر به د دواړو هېوادونو تر منځ   یو پلاوی هم  د یادو موضوعاتو په اړه د بحث لپاره له ازبکستان څخه افغانستان ته راشي.

شاکرکارګر وایي؛ ازبکستان غواړي، چې د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې لکه د سالنګ تونل، کرنې ، برښنا بندونو، د کانونو او نفتی تو کو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي، چې په  دې به مو په هېواد کی  په سلګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وا يي، که څه هم په تېرو لس کلونو کې د ازبکستان اړیکي  له افغانستان سره ښې نوې؛  خو د کاري تجرو بې  له پلوه که د دغه هېواد پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګوني زمینه برا بره شي ښا يي پا یلي به يي مثبتې وي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني ویاند صیام پسرلی وایي؛ له ازبکستان سره مواړیکي مهمي دي. هر څومره، چې په افغانستان کې بهرنۍ پانګونه زیاته شي مونږه يي هر کلی کوو او باوري یو؛ که دوی ته پروژې ورکړ شي، نو سمې به يي تر سره کړي.

د یادوني وړده، چې د ازبکستان اړیکي له افغانستان سره د ملي وحدت حکومت له رامنځته  کیدو څخه وروسته  ګرمې شوې دي او اوس حتا دواړه هېوادو نه په دې هڅه کې دي، چې پیل شوې لړۍ په سوداګریزه بڼه وغزوي.

خبریال: اسلم حجاب

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۳۹۹)

ولسمشر  اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دوشنبې پر ورځ د زمري ۲۰ ماښام مهال د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې له مخې د۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

د دغه فرمان د لاسلیک د مراسمو پر مهال د ولسمشر مرستیالانو، لوی درستیز، قاضي القضات، د سترې محکمې مشر، د ملي امنیت سلاکار، لوی درستيز، د چارو د ادارې عمومي مشر، د ولسمشرۍ د دفتر او د حکومت مرکچي پلاوي مشرانو حضور درلود.

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې ښاغلي غني د پوځي پرسونل په مجازاتو کې د تخفیف او بښنې فرمان هم لاسلیک کړی دی.

ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۸ فقرې حکم او په کابل کې د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۱۷ د جوړې شوې د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر بنسټ د هغو پوځي منسوبینو د مجازاتو تخفیف او بښنه منظور کړه، چې د محاکمو د قطعي او نهایي حکم پر اساس محکوم شوي دي.

د دې فرمان د لومړۍ مادې له مخې؛ د هغو نظامي منسوبینو د حبس مجازاتو پاتې موده، چې تر پېنځه کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، د جزایي اجراآتو قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون د احکامو پر اساس، د هغوی د بند پاتې مودې ته له پام پرته، بښل شوي او له بند څخه دې خوشې شي.

د دې فرمان په دوه یمه ماده کې لیکل شوي، چې د دې فرمان د احکامو تطبیق د اشخاصو د حق العبدي دعوې د اقامې مخنیوی نکوي.

پرون، د سولې مشورتي لویې جرګې ولسمشر ته وړاندیز وکړ، چې ۴۰۰ طالب بندیان دې د هغو کسانوپه ګډون خوشې شي، چې په هېواد کې یې ان ستر خونړي بریدونه پلان کړي وه.

په دوحه کې د فبروري پر ۲۹ د امریکایانو او طالب استازیو ترمنځ د سولې رامنځته کولو یوه هوکړه وشوه، چې د طالب بندیانو خوشې کیدل د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو اترو د پیل لپاره یو شرط دی.

طالبانو په وروستیو اوونیو کې څو ځله بشپر ټینګار کړی، چې دوی به د ۵۰۰۰  طالب بندیان له خوشې کیدو یوه اوونۍ وروسته له افغانانو سره خبرو ته راوړاندې شي.

حکومت ویلي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به د راروانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د قطر په دوحه کې ترسره شي.

ټاکل شوې، چې حکومتي  پلاوی د روانې اوونۍ د چارشنبه پر ورځ  له کابل څخه قطر ته روان شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نصرت حقپرست خپل امریکایي سیال مات کړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۳۹۹)

د افغانستان د آزادې هڅې لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته ماته ورکړه.

د یکشنبه پر سهار نصرت حقپرست، بریالی شو، چې د نړۍ د آزادو هڅو په تر ټولو لویه ټولنه (UFC) کې خپل امریکایي سیال الکس مونز له درې پړاویزې ماتې سره مخ کړي.

دا د آزادې مبارزې په سیالیو کې د نصرت حقپرست دولسمه یمه بریا ده.

نصرت حقپرست له سیربهادرزاده وروسته دوه یم افغان استازی دی، چې د افغانستان د رپی لاندې د نړۍ د آزادو هڅو په تر ټولو لویه ټولنه (UFC) کې لوبیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غزني کې موتر بم برید ۲۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۳۹۹)

کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ومنله، چې په غزني ولایت کې د عامه محافظت قطعې مخې ته د موټر بم په چاودنه کې ۳ پولیس او د عامه محافظت قطعې ۴ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې تېره شپه ماښام شاوخوا ۷:۴۵ د غزنی ښار د کوتل روضه په اړوند سیمه کې رامنځته شوه.

د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده زیاته ګړې، چې له چاودنې وروسته برید کوونکيو هڅه وکړه، چې اړوند قطعې ته وردننه شي؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او شاتګ ته اړ شول.

هغه وایي، چې د چاودنې موخه د عامه محافظت قطعه وه.

د غزنې ملکي روغتون ویلي، چې تر دې دمه د پېښې ۷ مړي او ۱۴ ټپیان روغتون ته رالیدول شوي دی.

ویل کیږي، چې برید کوونکیو په دې چاودنه کې هاموی موتر کارولی؛ خو هیچا تر دې دمه د پېښې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

Trending