زلمي خلیلزاد د هند له بهرنیوچارو وزیرې سره لیدلي دي

(Last Updated On: May 7, 2019)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۱۶) د مبارکې روژې له رخصتۍ څخه په ګټه پورته کولو د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشماسواراج سره ولیدل او د افغانستان د سولي پر بهیر یې ورسره بحث او خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې زلمي خلیلزاد او سواراج د افغانستان د سولې او پراختیا په اړه د سیمې د ګډوهڅو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې هند به په نږدې راتلونکي کې په دې اړه ګډ کار پیل کړي.   

خلیلزاد هم د روژې په مبارکه میاشت کې د سولې او هوساینې غوښتونکی شوی او په خپل یو تویت کې څرګندوي، چې افغانان اوږدې جګړې ځورولي او هیله من یم، چې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره یو او بل ته بښنه وکړي.

په قطر کې د طالبانو او امریکایي پلاوو تر منځ له څلور ورځنیو خبرو وروسته پرون د مبارکې روژې په رارسیدو یوه ورځ رخصت شول.

د یوشمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې نن سې شنبه( د غویی ۱۷) د طالب استازیو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي خبرې بیا د قطر په دوحه کې پیل شي.

About Ariana News

Check Also

په کابل ښار کې چاودنې د مولوي ریحان په ګډون له دوه کسانو ژوند واخیست

(Last Updated On: May 24, 2019) امنیتي چارواکي وایي، چې د روژې پر نولسمه ورځ …