عاجل خبرونه

زلمي خلیلزاد د سیمه ییزې اجماع لپاره پاکستان ته سفر کړی

(Last Updated On: April 29, 2019)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اندېښنه ښودلې، چې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع نشته او د همدې موخې لپاره یې پاکستان ته سفر کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د سیمه ییزې اجماع د جوړولو لپاره پاکستان ته تلی دی.

خلیلزاد وايي، چې اوس هم د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع نده جوړه شوې.

پخوانی طالب چارواکی قلم الدین پر افغان حکومت نیوکه کوي او وایي، چې خلیلزاد د دغې نیمګړتیا لامل افغان حکومت بولي، چې د سولې لپاره یې سیمه ییزه اجماع نده رامنځته کړې.

د نړیوالو اړیکو شنونکي هم له خلیلزاد څخه تمه لري، چې دا ځل به د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی عبدالقیوم سجادي وایي؛ تر هغې، چې پر پاکستان فشار رانشي؛ افغانستان به د سولې په اړه له ننګونو سره مخ وي.

د حزب اسلامي غړی همایون جریر وایي، چې له شک پرته خپلمنځیو خبرو ته زمینه برابره شوې او افغانان دې لدغې شېبې ګټه پورته کړي.

زلمي خلیلزاد د یکشنبې پر ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره هم خبرې وکړې او له هغه وړاندې یې د چین او روسیې له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې خلیلزاد به دا ځل په قطر کې له وسلوالو طالبانو سره هم خبرو ته کښیني.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

(Last Updated On: October 15, 2019)چارواکو ویلي؛ نن مازیګر د ملي اردو یوه چورلکه د …