تازه خبرونه
سولې ته به د افغانستان د رسولو هڅه وکړم- عمران خان
د پاکستان احتمالي لومړي وزیر څرګنده کړې، چې سولې ته به د افغانستان د رسولو هڅه وکړم.
د عمران خان ګوند د چهارشبنې ورځې په پارلماني ټاکنو کې ډېرې څوکۍ خپلې کړې او اوس اټکل کیږي، چې ښايي نوموړی لومړی وزیر شي.
په ټاکنو کې د دې ګوند د مخکښ توب تر ادعا وروسته عمران خان پخپل بهرني سیاست وغږید او افغانستان یې په سر کې یاد کړ، چې په وینا یې هڅه به یې په سیمه کې د سولې ټنګښت وي.
هغه وایي، د پاکستان امنیت د افغانستان له سولې سره تړلی دی.
د پاکستان احتمالي لومړی وزیر عمران خان وايي؛ افغانستان سولې ته اړتیا لري، وروسته، چې کوم هېواد سولې ته اړتیا لري هغه پاکستان دی. که افغانستان امنیت ته ورسیږي په پاکستان کې هم امنیت راځي. د تازه حکومت هڅه به دا وي، چې په افغانستان کې په هر ممکن ډول سوله راشي.
دغه راز له ګاونډ افغانستان سره د پرانیستو پولو هیله لري، چې په خبره یې؛ خلک په خپلو کې آزاد تګ راتګ وکړي، کټ مټ د اروپایي هېوادونو د پولو او خلکو په څېر.
افغان حکومت چې پاکستان د ترهګرو د پالنې او روزنې لوی مرکز بولي، له نوي جوړیدونکي حکومت غواړي، چې له ترهګرو سره په مبارزه کې د کابل رښتینې ملګرتیا وکړي او دواړه هېوادونه د ترهګرۍ له مصیبت ځان خلاص کړي.
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم وایي: مونږ د پاکستان له تازه جوړ شوي حکومت غواړو، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره رښتینې همکاري وکړي.
ویل کیږي، چې په پاکستان کې بهرنۍ پالیسي پوځ تنظیموي، ملکي حکومتونه ډېر واک نه لري.
باور دا دی، چې د پاکستان نوی جوړیدونکی ملکي حکومت هم څه نه شي کولی.
په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي وایي، چې: که پوځ او استخبارات وغواړي په افغانستان کې سوله راتلی شي او که ونه غواړي عمران خان هم څه نشي کولی.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان دمګړۍ دوه لوی سیاسي ګوندونه مسلم لیګ نون او تحریک انصاف د حکومت جوړولو دعوه کوي.
عمران خان پخوا په افغانستان کې د طالبانو جګړه روا بللې وه او په دې هېواد کې د امریکا له پوځي حضور سره هم مخالف و؛ خو اوس وایي، حاضر دی له واشنګتن سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي.
باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ