عاجل خبرونه

جګړه به په افغانستان کې تر سیاسي روغې روانه وي- جنرال میلر

(Last Updated On: دسمبر 27, 2018)

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکات میلر، چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه رهبري کوي، له امریکایي سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وایي، د افغانستان جګړه  له پوځي لارې ګټونکی نلري.

میلر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا افغان جګړه له بندون سره مخ شوې؛ وایي،  دا جګړه سیاسي روغې ته تر رسیدو پورې دوام کوي.

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو لوی قومندان سکات میلر وایي: داسې جګړې هم وي، چې سیاسي حل لارو ته زمینه برابروي. دوه اړخونه شتون لري او د یو او بل پر ضد جنګیږي، چې یو لوری له پوځي لارې بریالی شي. زه فکر نه کوم، چې په دې پړاو کې زه د افغان ځواکونو له تحرکاتو راضي واوسم.

په داسې حال کې، چې له افغانستان څخه د یو شمېر امریکایي سرتېرو د ویستو خبره را پورته شوې؛ خو میلر وایي، په افغانستان کې د دې ځواکونو حضور د امریکا ملي ګټو ته مهم دی.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قومندان سکات میلر وایي؛ دا موضوع نه یوازې زمونږ له ملي ګټو سره تړلې، بلکې د نورو هېوادونو ګټو ته هم ډ‌ېر ارزښت لري. د سپتمبر د یوولسمې ترهګره ډله له دې هېواده امریکا ته ولاړه او نن نورې ترهګرې ډلې هم شته، چې کولی شي له افغانستان  پرته پر نورو بهرنیو هېوادونو او زمونږ پر هېواد هم منفي اغېز پریباسي.

په افغانستان کې دامریکا سفیر وایي، افغان او امریکایي چارواکي اوس له یوه پیچلي دیپلوماتیک وضعیت سره مخ دي؛ ځکه د هغه په باور طالبان اوس هم له افغان حکومت سره خبرو ته نه کیني.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وایي: مونږ نن فرصت تر لاسه کړ، چې شپږ میاشتې  یا یو کال مخکې مو نه درلود. آیا په رښتیا شونې ده، چې یوې سیاسي روغې ته ورسیږو؟ هغه څه ته، چې جنرال میلر اشاره وکړه همدا د افغانستان د جګړې د پای لپاره یواځینۍ لار ده. مونږ نه پوهیږو، چې بریالي به شو؛ خو باید منتظر پاتې شو او ووینو، چې آیا طالبان د افغانانو د سترې هېلې لپاره مونږ ته د سولې ځواب راکوي او که نه.

سکات میلر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې له لږ سرتېرو سره کولی شي د جګړې میدان کې بریالی شي، وایي، دا جګړه افغان ځواکونو پورې اړوند ده او ناتو پرېکنده ملاتړ ماموریت له دې ځواکونو یواځې ملاتړ کوي.

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې د غوزانو او جلغوزو د کښت پروژه پیل شوه

(Last Updated On: مارچ 21, 2019)د کرنې او اوبو لګولو وزارت له لوري په پکتیا …