عاجل خبرونه

غني او د اندونیزا د بهرنیو چارو وزیرې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

(Last Updated On: نوومبر 6, 2017)

د ولسمشرۍ رسنیز دفتر په ډاګه کړې؛ ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزیرې میرمن رتنو مارسودي سره، چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلې، وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

د خبر پاڼې له مخې؛ ولسمشر غني نوموړې ته د افغان حکومت لیوالتیا ښکاره کړې او هیله من دی، چې افغانستان د تلپاتې سولې په برخه کې د اندونیزیا له مثبتو تجربو ګټه واخلي او د سولې عالي شورا مسوولین به یاد هېواد ته په نږدې راتلونکي سفر کې د اندونیزیا له تجربو څخه د ګټه اخیستنې په اړه مفصل بحثونه ولري.

ولسمشرڅرګنده کړې، چې د افغانستان او اندونیزیا د علماوو ترمنځ اړیکې پخوانۍ دي او د دواړو هېوادونو د علماوو له غونډو سره دغه اړیکې نورې هم پراختیا موندلی شي.

هغه له افغانستان سره د اندونیزیا له همکاریو او ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ اندونیزیا د ښځو د وړتیاوو او اقتصادي ودې په برخو کې ښې تجربې لري او هیله من یو، چې په دې برخه کې د هغوی له تجربو برخمن شو.

دغه راز ولسمشر په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو ته په نغوته(اشاره) کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې څخه وغوښتل، چې د هغه هېواد سوداګر او پانګوال په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو پېژندنې او پانګونې ته وهڅوي.

په دې کتنه کې د سولې عالي شورا رییس استاد محمد کریم خلیلي د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: مننه، چې د افغانستان د سولې له بهیره مو ملاتړ وکړ او په دې برخه کې مو د همکارۍ لپاره تیاری وښود.

د سولې عالي شورا رییس زیاته کړه، مونږ غواړو  اندونیزیا ته پخپل نږدې سفر کې پر بېلابېلو خواوو او په ځانګړي ډول د تلپاتې سولې په برخه کې په څرګنده اجنډا ستاسو له تجربو ګټه واخلو.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن رتنو مارسودي او ورسره پلاوي یې د افغانستان د حکومت له تود هرکلي مننه وکړه او په ډاګه یې کړه، چې د افغانستان او اندونیزیا دوستي د دواړو هېوادونو تر حکومتونو محدود نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو خلکو د تاریخ په بېلابېلو پېرونو کې ښې اړیکې لرلې.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ولسمشر غني ته له افغانستان سره  د پراخې همکارۍ ډاډ ورکړ .

هغې د افغان میرمنو د وړتیاوو په برخه کې همکارۍ ته د خپل هېواد چمتوالی څرګند کړ او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې هم  د همکاریو ډاډ څرګند کړ.

د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې، چې په ارګ کې تر سره شوه، د سولې عالي شورا  مشر استاد محمد کریم خلیلي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس داکتر محمد اکرم خپلواک هم حضور درلود.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …