عاجل خبرونه

شهید اوونۍ د چاودنو ټپیانو ته د وینو په ورکړه نمانځل کیږي

(Last Updated On: سپتمبر 6, 2018)

د احمدشاه مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود له ویر کوونکیو او ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د شهید اوونۍ په نمانځلو ملي وحدت او پیوستون وښیي؛ دغه اوونۍ د امنیتي ځواکونو او ځانمرګو بریدونو ټپیانو ته د وینې په ورکړه ونمانځي او خلکو ته مزاحمت جوړ نکړي.

ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۱۸) د شهید اوونۍ او د احمد شاه مسعود اووه لسم تلین ونمانځل شي.

د احمدشاه مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود وایي، د دې اوونۍ لومړۍ ورځ د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ټپیانو ته د وینو په ورکړه نمانځو.

ښاغلی مسعود له ټولو ویرکوونکیو غواړي، چې وسلې را ونه باسي او خلکو ته د مزاحمت سبب نه شي.

د کابل اوسیدونکی نذیر هم له خلکو غواړي، چې له هوایي ډزو او وسلو ګرزولو ډډه وکړي؛ ځکه، چې ناامني اوس ډېره شوې ده.        

د کابل پولیسو قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایي، چې پولیس اړ دي، چې له خلکو سره قانوني کړنې تر سره کړي.        

د شهید اوونۍ هر کال د بېلابېلو غونډو له لارې د حکومت او خلکو لخوا په ټول هېواد کې نمانځل کيږي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …