عاجل خبرونه

دولت دې په اوږد مهاله پرمختیايي شاخصونو کې خصوصي سکتور ته ونډه ورکړي-بهمن

(Last Updated On: اپریل 20, 2017)

vlcsnap-2017-04-20-14h57m36s45

د افغانستان د سوداګرۍ  نړیوالې خونې مسوولین وايي، دولت دې په اوږد مهاله پرمختیايي شاخصونو کې خصوصي سکتور ته ونډه ور کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ نړیواله خونه وایي، افغانستان هم د دې بهیر غړیتوب لري، چې په کې د پرمختیا ۱۷ شاخصو نه مشخص شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خوني اجرائیه رییس قدیر بهمن وايي، افغان حکومت باید په یادو شاخصو نو کې خصوصی سکتور ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا؛ له ننۍ ناستي  موخه  دا ده؛ دولت باید په هغو اقتصادي شاخصونو کې خصوصی سکتور ته ونډه ورکړي، چې خلکو ته د کار زمینه برابره او اقتصادي پراختیا رامنځته شي.

په افغانستان کې هم د اقتصادي پراختیا په برخه کې تریوه بریده کارونه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو مسوول امین الدین حمیدي وايي، د نړۍ ټول هېوادونه باید له دغه پروګرام سره منظم  حرکت وکړي.

نوموړي په ډاګه کړې، چې د افغانستان حکومت د اقتصادي پراختیا په برخه کې تر یوه بریده د نړیوالو په مرسته کارونه کړي؛ خو نورو کارو نو ته هم اړتیا ده، چې سره شي.

د اقتصادي چارو کار پوهان بیا وايي، چې که د افغانستان حکومت غواړي له دغه پروګرام سره پرمخ ولاړشي؛ نو باید لومړی خپلې اقتصادي کړنلارې برابري او پانګوني ته زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو کار پوهان آذرخش حافظی وایي، حکومت باید لومړی خپل اقتصادي حقوق مشخص کړي او بیا په یوه چوکات کې د نړیوالو او افغانستان غوښتني په اقتصادي برخه کي مشخصی کړي، چې پرمختګ  رامنځته کیدای شي.

په تېرو څو کلونو کې د هېواد اقتصادي حالت ښودلې؛ تر هغې، چي دولت خصوصی سکتورته د پانګوني زمینه برابره نکړي او قوانین اصلاح نکړي؛ نو په افغانستان کې اوږد مهاله اقتصادي پرمختیا رامنځته کیدل نامم کن دي.

  خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …