عاجل خبرونه

علما د لارو تړل د اسلام خلاف عمل بولي

(Last Updated On: June 08, 2017 3:41 pm)

د افغانستان د عالمانو شورا د اعتراض کوونکیو لخوا د لارو تړل د اسلام حلاف عمل بولي او وایي، د لارو تړل د ملت په ګټه نه دی او دښمن ترې ګټه اخلي.

دیني عالم مولوي ریحان په کابل ښار کې د لارو پر تړل کیدو  او په هرات ښار کې د یوه جومات په وړاندې په حملې غبرګون وښود.

دوی په کابل ښار کې د خلکو په وړاندې د اته سړکونو د تړل کیدو پر اقدام نیوکه وکړه او له معترضانو یې وغوښتل، چې خپله غصه کنترول کړي.

هغه معترضان سوله ییزو لاریونونو ته را وبلل.

له سیاسي ګوندونو غواړي، چې له هر ډول تعصب ډډه وکړي او خپل اعتراضونه له اصولو او قانون سره سم کړي.

دیني عالم عطاالله فیضاني له حکومت وغوښتل، چې پر معترضانو د ډزو عاملین پیدا کړي؛ خو له څېړنو پرته پر امنیتي مسوولینو ډول ډول تورونه پورې شي.

د چهارشنبې ورځې له برید وروسته په کابل کې وضعیت ګډوډ دی او د دیني عالمانو په وینا، دا کار د هېواد او خلکو په ګټه نه دی.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …