عاجل خبرونه

دښمن باید د ولسمشر دونالد ترمپ اراده ونه آزمویي-مایک پنس

(Last Updated On: اپریل 17, 2017)

vlcsnap-2017-04-17-18h35m20s48

د امریکا مرستیال ولسمشر وایي، په افغانستان او سوریه کې د امریکا وروستي پوځي اقدامات د دې ښودنه کوي، چې د دښمن له منځه وړلو لپاره ټول غوراوي د میز پر سر پراته دي.

امریکایی ځواکونو د جمعې په شپه( د وري۲۴) د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مورچو ستر غیر اتومي بم، چې دوی یې مور بم نوموي وغورزاوه او داعش ته یې درانده مالي او ځاني زیانونه واړول.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس سویلي کوریا ته د سفر په لړ کې وویل، دښمن باید د ولسمشر ډونالد ټرمپ اراده ونه آزمویي.

د نوموړي په وینا؛ یوازې له تېرو دوه اوونیو راهیسې په سوریه او افغانستان کې نړۍ زمونږ د نوي ولسمشر پوځي واک و څواک ولید.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیتې غړې الینا راسلینګنین له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، داعش باید له منځه ولاړ شي.

د نوموړې په وینا؛ داعش یوه بې رحمه ډله ده،  چې بې ګناه خلک  له تبعیض پرته وژني. تاسو خپله شاهد یاست، چې هغوي په کابل کې پر یوه روغتون برید وکړ او د ماشومانو په ګډون یې ملکیان په بې رحمانه توګه ووژل. هغوي غواړي، چې افغانستان تر خپلې ادارې لاندې راولي؛ همداسې، چې هغوی د عراق ځینې برخې تر کنترول لاندې راوستې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال هربرت مک ماستر په افغانستان کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، چې د ترهګرو په وړړاندې د افغان او نړیوالو ځواکونو ګډه مبارزه کولی شي، چې افغانستان نور د ترهګرو خوندي پناه ځای ونه ګرځي.

About Ariana News

Check Also

هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي …