عاجل خبرونه

روان ۲۰۱۷ کال به په افغانستان کې د داعش د مرګ کال وي

(Last Updated On: اپریل 6, 2017)

vlcsnap-2017-04-06-19h04m41s118

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند وایي؛ داعشیانو په عراق او سوریه کې ماته خوړلې او باید په دې فکر کې نشي، چې په افغانستان کې به خوندي پناه ځای جوړوي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند ویلم سلاوین زیاتوي، په افغانستان کې به د داعش ټول پټنځایونه له منځه ولاړ شي.

دغه راز نوموړي د سردار محمد داوود خان روغتون د بیا رغاونې لپاره د دوه اعشاریه اووه میلیون دالرو مرسته اعلان کړه.

له دې پیسو به یو اعشاریه اووه میلیون دالر د نویو طبي تجهیزاتو پیر ته  بېلې شي او یو میلیون نورې دفتري لوازمو ته په پام کې نیول شوي دي.

افغان ځواکونو هم په ډاګه کړې، چې د داعش ځپلو ته یې مټې را نغاړلي دي.  

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د داعش پر ضد د حمزه او د طالبانو پر ضد د خالد عملیاتو له پیل کیدو خبر ورکړی دی.

د مسوولینو په وینا؛ په لنډو ورځو کې به هغه کسان هم افشا کړي، چې د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون یې  د برید پر مهال له ترهګرو سره همکاري کړې ده.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …