عاجل خبرونه

دفاع وزارت شپني عملیات دوه برابره ډېر کړي- دادمنش

(Last Updated On: July 27, 2018)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د طالبانو او داعشیانو د ځپلو لپاره شپني عملیات دوه برابره ډېر کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، په شپني عملیاتو کې له پوره پاملرنې کار اخلو؛ داسې، چې له یوي خوا د داعش او طالب قومندانان ووژل شي او له بلې خوا عام وګړي له زیانونو سره مخ نشي.

نوموړی زیاتوي، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو اووه ویشت قومندانان او د داعش نهه قومندانان وژل شوي دي. لشکر طیبه او نورو جګړه مارو ډلو هم په دې موده کې ۲۴ افراد له لاسه ورکړي دي.

ملي دفاع وزارت وایي، موخه یې د ملکي تلفاتو مخنیوی او ترهګرو ډلو ته ګوزار ورکول دي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ څومره، چې دښمن وژل کیږي، هومره افغان ملي ځواکونه تکړه کیږي.

پوځي شنونکی هادي قریشي وایي، چې د بریالیتوب لپاره غوره رهبري اړینه ده.           

شپني عملیات د ترهګرو د ځپلو لپاره ګټور ګڼل کیږي؛ خو غوښتنې دا دي، چې د عملیاتو ساحې باید دقیقې وي؛ ملکي تلفات بیخي کم او حتا نه وي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وایي، چې : بشپړ اطلاعات اړین دي؛ پرته له دې شپني عملیات هم پوځیانو ته خطر لري او هم ملکي وګړیو ته.           

د سولې خبرو او هڅو په لړ کې لیدل کیږي، چې پر طالبانو پوځي فشارونه هم لږ شوي ندي. په وروستیو ورځو کې امنیتی بنسټونو او د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت پر طالبانو او داعشیانو یرغلیز بریدونه ډېر کړي دي.

شاهپور فرهمند

About Ariana News

Check Also

په کابل ښار کې پر مرکزي پُست خونه وسلوال برید ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: April 20, 2019)کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د شنبې پر ورځ( د …