عاجل خبرونه

خوست به ګاونډ ولایتونو ته د سبو او چرګانو د غوښو صادرونکی ولایت شي- اسدالله ضمیر

(Last Updated On: مارچ 9, 2017)

vlcsnap-2017-03-09-14h23m12s173

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر خوست ته د سفر پرمهال په دې ولایت کې د میلمه کوټ بیارغول شوی باغ او د غوښینو چرګانو د شل فارمونو پرانسته وکړه.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وایي، په خوست کې ۱۵۰ شنو خونو، د چرګوړو د تولید او د شاتو د پروسس د دوه فابریکو د جوړیدو چارې په بشپړیدو دي، چې پر خوست سربېره به د ګاونډ ولایتونو بازارونو ته هم سابه او د چرګو غوښه ورسوي.

نوموړی دغه راز  وایي، په خوست کې راتلونکی کال د ۹۰۰ جریبه باغونو، په کورنیو کې د ښځو لپاره د ۱۰۰ شنو خونو او دغه راز په کورنیو کې د چرګانو د پېنځه سوه کوچنیو فارمونو جوړول او یو شمېر نورې پروژې په پام کې نیول شوې دي.

د چرګوړو د تولید فابریکه په یوه وخت ۱۵۸ زره چرګوړي تولیدوي او شنې خونې په یوه فصل کې ۶۵۸ ټنه سبزي بازار ته وړاندې کوي.

د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د کرنې او مالدارۍ وزارت اړوند نور پروګرامونه دې هم په دې ولایت کې پیل شي.

نوموړی په خوست کې د سبزیو او میوو د ساتنې لپاره د سړخونو غوښتنه هم کوي.

د خوست قومي مشرشریف الله متونوال په زراعتي او حیواني برخو کې د څانګوالو (متخصصینو) غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د دې ولایت ۸۵ سلنه خلک کروندګر دي او خپلو تولیداتو ته د دولت پاملرنه رااړوي.        

ویل کیږي؛ په خوست کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر پیل شویو پروژو نږدې دوه میلیون امریکایي دالر لګښت کیږي او د کرنې او مالدارۍ وزیر ژمنه وکړه، هغه څلوېښت برنامې چې د یاد وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، ډیرې برنامې به یې خوست ته راولیږدول شي.

خبریال: فریدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …