عاجل خبرونه

سیمه ییزې ملیشې په ننګرهار کې له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي

(Last Updated On: جنوري 16, 2018)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ننګرهار ولایت د څلور ولسوالیو(اچین، کوټ، خوږیاڼو او پچیر اګام ) د خلکو پاڅونوال د داعش پر وړاندې له امنیتي ځواکونو سره همغږي شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې د څلور ولسوالیو د ملیشو د همغږۍ مشر حاجي حیات الله خان وایي، چې د پچیر اګام ولسوالۍ ۵۰۰ او د کوټ ولسوالۍ ۱۰۰ جنګیاليان د امنیتي ځواکونو سره په پوستو کې يوځای شوي او د داعش پر وړاندې جنګیږي.

حیات خان رسنیو ته څرګنده کړې، چې ډېر ژر به په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۳۰۰ نورې ملیشې هڅې پیل کړي.   

د سیمه ییزو ملیشو دغه مشر د دغو جنګیالیو پر ډېرولو ټینګار کړی او وایي، چې د داعش په وړاندې ښه جنګیږي او د نیول شویو سیمو امنیت یې هم ټینګ کړی دی.

ویل کیږي، چې دغو جنګیالیو په اړوند سیمو کې د ګډو ځواکونو ملاتړ هم خپل کړی دی.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …