بیات بنیاد په لغمان کې پر اړو کورنیو خپلې ژمنۍ مرستې ووېشلې

(Last Updated On: February 25, 2017 5:02 pm)

vlcsnap-2017-02-25-16h18m20s12

بیات بنیاد په لغمان کې له هغو اړو او بېوزلو کورنیو سره، چې ځینې یې د ژمې په دې سړه هوا کې په نیمه خېټه په باران وهلو خیموکې ژوند کوي د خوراکي توکیو او ژمنیو کالیو مرسته وکړه.

د دغو مرستو د وېش پرمهال د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وویل، چې ډېر ژر به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پر اړو او بې وزلو کورنیو مرستې ووېشل شي.

د نوموړي په وینا؛ الله پاک دې ورحمیږي، چې وکولی شو ، دغو خلکو ته نه یوازې نور خوراکي توکي ، بلکې د پوهنې او صحت په برخه کې هم خپلې مرستې برابرې کړو.  

د بیات بنیاد مسوولینو د بېوزله او اړمنو کورنیو پر سلګونه فقیرو ماشومانو ژمني کالي، بکسې، توپونه او نور اړین توکي هم ووېشل.

د لغمان ولایت مرستیال شهزاده مظلومیار ویلي؛ بیات بنیاد یو خیریه بنسټ دی، چې هر کال یې په سختو شپو ورځو  کې د لغمان له  بېوزله کورنیو سره بېلابېلې ښې  مرستې کړي دي.

مرسته ترلاسه کوونکيو، چې د بیات بنیاد مرستې ترلاسه کړي وایي؛ مونږ ډېرې اړې او د نامنیو له امله بې ځایه شوې کورنۍ يو.

دوی د بیات بیناد له مرستو ډېرې خوشحاله شوې او پر نورو سوداګرو یې هم غږ وکړ، چې لاسنیوی یې وکړي.

بيات بنياد د يوه غښتلي خيريه بنسټ په توګه، هرکال د ژمنې په موسم کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له زرګونه اړو او بېوزله کورنیو سره دا ډول مرستې کړي او سربېره پر دې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر ښوونځي، روغتونونه، کتابتونونه، د لوبو میدانونه او نور ګڼ عامه خدمات په ښه ډول  ترسره کړي دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …