عاجل خبرونه

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ له کابله پیل کړه

(Last Updated On: February 03, 2018 2:33 pm)

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل په لومړۍ ناحیه کې پر اړو کسانو خوراکي توکي او د ژمي جامې ووېشلې.

د بیات بنیاد د مرستو دا لړۍ د لومړۍ ناحیې د زاړه ښار له اړمنو کسانو پیل شوې او په کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان الله بیات وایي، مونږ د خپلو ژمنیو مرستو لړۍ له زاړه ښار څخه پیل کړې او ډېر ژر به د دغو مرستو لړي نورو ولایتونو ته هم وغزيږي.

د کابل د زاړه ښار ډېر اوسیدونکي د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره زیاتې هڅې کوي؛ خو له هڅو سره سره بیا هم له خپلو کورنیو سره شپې او ورځې په ولږه او سړې هوا کې تېروي.

دا مرستي کولای شي، چې د اړو کسانو ستونزې تر یوه حده حل کړي؛ خو له دې سره بیا هم د بیات بنیاد رییس له نورو سوداګرو غواړي، چې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې  پیل کړي.

د بیات بنیاد لوی مشر د دغو مرستو د وېش پر مهال له نورو مرستندیو ټولنو هم و غوښتل، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

اړ کسان وایي، چې دا مرستې کولی شي، چې د دوی ستونزي تر یو حده حل کړي.

بیات بنیاد هر کال په ټول هېواد کې له اړو کسانو سره مرستې کوي؛ خو د ژمې په راتګ یې د مرستو لړۍ ټول هېواد ته پراخیږي، چې له تېرو دیارلس کلونو راپدیخوا یې په سلګونه زره کورنۍ له خپلو دغو مرستو برخمنې کړې دي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …