عاجل خبرونه

بیات بنیاد د ستارکي بنسټ په همکارۍ دوه زره کڼو ته د اوریدو آلې ووېشلې

(Last Updated On: نوومبر 9, 2017)

د کڼو لپاره د اوریدو د آلو درې ورځنی څلورم پړاو د سې شنبې په ورځ( د لړم ۱۶) په کابل کې د بیات بنیاد لخوا او د  ستارکي اوریدو بنسټ په همکاري پیل شو.

داکتر احسان الله بیات وایي، چې د دې آلو د کارولو له لارې زمونږ زرګونه نرینه وو، ښځېنه وو، ځوانانو او ماشومانو ته د اوریدو زمینه برابریږي. د دې آلې له وېش سره به کاڼه نوی ژوند پیلوي او راتلونکي ته یې هیله زیاتیږي.

د کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا وزارتونه د بیات بنیاد د دې ګام هرکلی کړی او وایي، چې ګټه یې ډېره ده.

د ستارکي اوریدو بنسټ اجرایي رییس برادي فورد وایي؛ دې ماشومانو ته، چې د اوریدو آلې وېشل کیږي؛ د دې توان پیدا کوي، چې ښوونځیو ته ولاړ شي، د دې توان لري، چې خبرې وکړي د اوریدو د آلو له وېش سره مونږ هڅه کوو، چې د هیلو او شفا په ورکړې  غوره ژوند تامین کړو.

د  کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست فیض الله زکي بیات بنیاد او د ستارکي اوریدو بنسټ دغه ګام ستایي او وایي، نور پانګوال دې هم ټولنیز او روغتیایی خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال فدا محمد پیکان وایي، د هېواد له ۲ اعشاریه اووه سلنه نفوس څخه د معلولو کسانو له ډلې پېنځه ویشت سلنه یې کاڼه  او ۲۳ سلنه نور د خبرو کولو ستونزه لري.

۱۹ کلنې عایشې د دې آلې له لارې د اوریدو توان پیدا کړ او د اورید د حس له فعالیدو یې خوښي څرګنده کړه.

د عایشې پلار وایي خوښ شوم، چې لور مې له ۱۹ کلونو وروسه اوري.

جاوید نومي وویل: په لومړي ځل مې د خپلو بچو غږونه واوریدل.     

د بیات بنیاد مسوولین وایي؛ دغه بهیر روان دی او هڅه کیږي، چې ټول کاڼه په ځانګړې توګه ماشومان ترې برخمن شي.

د اوریدو د آلو د وېش لړۍ په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوې او له هغې مودې تر اوسه څلور زره کڼو ته د اوریدو آلې وېشل شوې دي.

خبریاله : لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

د کانګفو غوروي سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) په کانګفو سیالیو کې د مرکز په ګډون نږدې …