Connect with us

تازه خبرونه

بیات بنیاد په قاري عبدالله ښوونځي کې خوراکي او درسي توکي ووېشل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د کابل ښار په دوه یمه ناحیه کې د قاري عبدالله ښوونځي له زدکوونکیو سره د بېلابېلو خوراکي او درسي توکو مرسته وکړه.

بیات بنیاد د هېواد له پوهنیز نظام سره د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل په دوه یمه ناحیه کې د  قاري عبدالله ښوونځی تر پوښښ لاندې راوست. په دې ښوونځي کې زدکوونکي پوره درسي توکي او امکانات نلري او بیات بنیاد ورسره د درسي توکو، بوټونو او خوراکي توکو مرسته وکړه.

د بیات بنیاد لوی مشر د ماشومانو لپاره د ځواکمنو خوراکي توکو پر برابرولو او وېش ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې لږوالی یې د ماشومانو د پوره ودې لوی خنډ دی.

د بیات بنیاد لوی مشر داکتر انجینر احسان الله بیات وایي، دغه خوراکي توکي د ماشومانو په چټکه وده کې ګټور دي او له خوارځواکۍ مخنیوی کوي.

نوموړي دغه راز په ډاګه کړه، چې د ماشومانو لپاره دغه ځانګړي خوراکي توکي د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ را ټول شوي، چې ډېر ژر به نور هم افغانستان ته  وارد شي او د ټول هېواد ماشومانو ته به ووېشل شي.

د قاري عبدالله ښوونځی د پوهنې وزارت په څو متري کې پروت دی؛ خو لیدل کیږي، چې دغه ښوونځی ډېر لږ امکانات لري.

د قاري عبدالله ښوونځي ښوونکې ذکیه احمدي له نورو پانګوالو هم غواړي، چې له پوهنیز نظام سره ورته همکار وکړي.

د دې ښوونځي زدکوونکي هم وایي، له ښاغلي بیات مننه، چې پوهنه او زدکوونکي نه هیروي.

دوی وايي، نور پانګوال هم باید د پوهنې ډګر ته پاملرنه وکړي.

بیات بنیاد له څوارلس کلونو راهیسې د بشردوستانه بنسټونو په مرسته په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي او د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې یې ډېر کار کړی دی.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!