عاجل خبرونه

بیات بنیاد د کابل د ده دانا د نجونو له ښوونځي او کارکوونکیو سره مرسته وکړه

(Last Updated On: June 03, 2018 4:01 pm)

بیات بنیاد د کابل په ده دانا کې د نجونو د ښوونځي پر زدکوونکیو، ښوونکیوو او کارګرو نه یوازې خوراکي توکي ووېشل، بلکې له دغه ښوونځي سره یې د میزونو څوکیو او قرطاسیې مرسته هم وکړه.

د روژې په میاشت کې د بیات بنیاد د مرستو په لړ کې دغه بنیاد خپله مرسته د کابل د ده دانا ښوونځي پر ښوونکیو، زدکوونکیو او کارګرو ووېشله.

د بیات بنیاد رييس انجنیر احسان الله بیات وایي: مونږ نن هغو ماشومانو ته، چې د خوارځواکۍ کړیږي د ۱۷ زره بېلابېلو توکو د وېش لړۍ پیل کړه. په دې مرسته کې غوړي، اوړه، وریجې، میزونه، څوکۍ، قرطاسیه، پایزار، تفریحي وسایل او بېلابېل ځواکمن خوارکي توکي شته دی.

د ده دانا د نجونو ښوونځي زدکوونکي زیاتره  د ژوندانه مناسب امکانات نلري.

د دې ښوونځي مسوولینو د بیات بنیاد مرسته اغېزناکه وګڼله او غوښتنه یې وکړه، چې دغه ډول مرستې باید ډېرې شي.

د ده دانا د نجونو ښوونځي مدیره بي بي حوا وایي:  د دغې سیمې زدکوونکي، ښوونکي او کارکوونکي د غریبې سیمې اوسیدړونکي دي. مونږ له بیات بنیاد یوه نړۍ مننه کوو، چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې مونږ هیر نکړو او له خپلو مرستو یې برخمن کړو.  

ښوونکې انیسه وایي: دغه ښوونځی د ښار په یوه خواره سیمه کې پروت دی؛ نو، ځکه د بیات بنیاد مسوولینو د مرستې لپاره غوره کړ او پر ښوونکیو او زدکوونکیو یې خوراکي توکي ووېشل او له ښوونځي سره یې د میزونو او څوکیو مرسته وکړه.

د یادونې وړ ده، چې بیات بنیاد هرکال د روژې په مبارکه میاشت کې د کابل د نجونو پر زیاترو ښوونځيو خپلې دا ډول مرستې وېشي.  

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …