عاجل خبرونه

بیات بنیاد په کابل کې یو شمېر کورنیو ته د اوبو پاکولو وسایل ووېشل

(Last Updated On: فبروري 27, 2018)

بیات بنیاد د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل په کابل کې پر یو شمېر کورنیو د اوبو پاکولو وسیلې ووېشلې، چې ککړې اوبه نهه نوي اعشاریه ۹ سلنه پاکې او د څښاک وړ ګرزوي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې په کابل کې د اوبو پاکولو لپاره جدي اړتیا ته په کتو دغه وسایل چمتو او پر یو شمېر ښاریانو ووېشل شول.

هغه زیاتوي، د اوبو پاکولو دغه وسایل به په ولایتونو کې هم پر بېوسو خلکو ووېشل شي.

داکتران وايي، چې د بېلابېلو ناروغیو د مخینوي او پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره دغه وسایل ډېر ګټور دي.

د بیات بنیاد د روغتیايي چارو مسوول عبدالسمیع رحیمي وایي؛ زمونږ دا وسایل ټولې ناپاکې اوبه پاکوي او په ډېر ښه کیفیت جوړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د اوبو پاکولو دا وسیله هر راز اوبه ۹۹ اعشاریه ۹ سلنه له بکتریاوو او مکروبونو پاکوي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون ویاند سید علي کاظمي وایي، له وروستیو معلوماتو څرګنده شوې، چې په افغانستان کې ډېرې اوبه ناپاکې شوي او د دغو وسایلو په کارولو به مو هېوادوال څه ناڅه ډاډه شي.

هغه کسان، چې د اوبو پاکولو دغه وسایل یې تر لاسه کړي، خوښ دي او وايي، چې پاکو اوبو ته لاسرسی به یې ډېرې ستونزې حل کړي.

د کابل اوسیدونکی باقر شاه وایي، د اوبو پاکولو وسایلو کارول په ځانګړي توګه په کابل ښار کې ډېر ګټور دي.

بیات بنیاد له څو کلونو راهیسې په پلازمېنه او ولایتونو کې له خلکو سره بشري مرستې کوي.

خلک وايي، چې نور مرستندویه بنسټونه هم باید خلکو ته د مرستې لاس ورکړي او په دغو ستونزمنو شرایطو کې له مستحقو کسانو سره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل ښار کې د څښاک پاکو او صحي اوبو ته ډېر لږ خلک لاسرسی لري.

About Ariana News

Check Also

په منځني توګه هره میاشت زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) د افغانستان په روانه جګړه کې په منځني توګه هره …