Connect with us

تازه خبرونه

اوس هم د سولې بهیر په خبرو کې ستونزې شته- عبدالله عبدالله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 د هېواد اجرائيه رییس د سویس په داوس ښار کې ۵ ورځنۍ نړیوالې اقتصادي ناستې ته په وینا کې وویل، چې اوس هم د سولې بهیر په خبرو کې ستونزې شته.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د سې شنبې پر ورځ( د سلواغې 2 ، چې د جنورۍ له ۲۲ سره برابره ده) د سویس په داوس ښار کې د نړیوالې اقتصادي ناستې پر لومړۍ ورځ «په څو قطبي نړۍ کې د سولې او پخلاینې» او « په سویلي آسیا کې د وروستیو ستراتېژیکو تحولاتو» په اړه وینا وکړه.

د هېواد اجرائیه رییس څرګنده کړې، چې د افغانستان حکومت  له طالبانو سره له قید و شرط پرته  خبرو ته حاضر دی؛ خو دا ډله نه غواړي، چې په هېواد کې جګړه ودریږي.

ښاغلی عبدالله عبدالله وایي؛ بنستیز خنډ دا دی، چې طالبان نه غواړي د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کیني؛ خو مونږ چمتو یو، چې له هغو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې وکړو. په داسې حال کې ، چې طالبان په دې اړه یوازې له امریکایانو سره خبرې کوي.

عبدالله عبدالله ټینګارکوي، چې خلک نه غواړي خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي او تورتم پرې خپل سیوری وغوړوي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په ډاګه کړې؛ طالبان باید وپوهیږي، چې په تېرو څو کلونو کې ډېر څه بدل شوي او خلک نه غواړي خپلې لاسته راوړنې له معاملې قرباني کړي. که ډېري خلک غواړي د طالبانو په څیر ژوند غوره کړي؛ بیا، نو راځئ، چې په دې اړه خبرې وکړو. دا یوازې هغه څه دي، چې طالبان یې فکر کوي.

د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ داجرائیه رییس به د نړیوالې اقتصادي ناستې په څنډو کې د نړۍ له یو شمېر لومړي وزیرانو، د نړیوالو سازمانونو له مشرانو، د هېوادونو له لوړ پوړیو چارواکو، نړیوالو ټولنو او شخصیتونو سره هم وګوري.

اجرائيه ریيس به په داووس کې د خپلې استوګنې پر مهال له یو شمېر نړیوالو رسنیو او ژورنالیستانو سره هم د افغانستان د وروستیو بدلونونو او سمونونو په اړه خبرې او مرکې وکړي.

دغه نړیواله اقتصادي ناسته به د نړۍ د 3000 سوداګرو، سیاستوالو، د حکومتونو د استازیو، نړیوالو بنسټون او مدني ټولنو د استازیو په ګډون ترسره شي او د نړۍ پر مهمو اقتصادي، سیاسي مسایلو، د اقلیم بدلونونو، د هېوادونو، نړیوالو او اقتصادي سازمانونو ترمنځ د همکاریو خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایې استازیو تر منځ د سولې خبرو څلورم پړاو هم تر سره شو. ولیدل شي، چې د افغانستان د سولې خبرې به پایله ورکړي او که په هېواد کې به جګړه نوره هم اوږده شي.

قتیل زوی

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!