زما پر وړاندې پوځي برید به افغان ځواکونه دوه ټوټې کړي-نور

(Last Updated On: جنوري 9, 2018)

د بلخ له مقامه لیرې شوي والي خبرداری ورکړ، چې که د ده په خبره ارګ له پوځي غوراوي کار واخلی؛ نو افغان ځواکونه به دوه ټوټې شي.

د ارګ لخوا د بلخ له ولایته د عطا محمد نور له ګوښه کیدو وروسته هغه هره ورځ له خپلو پلویانو سره غونډې او خبرې لري.

ښاغلي عطامحمد نور خپلو پلویانو ته په تازه خبرو کې ویلي؛ حکومت هڅه کوي، چې پوځي غوراوی وکاروي؛ خو دا هڅه کومې پایلې ته نه شي رسیدای.

نوموړی زیاتوي، اوس هم د کړکیچونو د حل لپاره له حکومت سره د جمعیت خبرې روانې دي.

د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور وایي، که ارګ زمونږ په وړاندې له پوځي غوراوي کار واخلي او یا هڅه وکړي؛ د خیرخانې له کوتله به راوړاندې نشي.       

ښاغلی نور ټينګار کوي، چې د ده په وړاندې هر ډول زور او فشار به ملي اردو دوه  ټوټې کړي او دا به پر روان وضعیت بد اغېز وکړي؛ ځکه دا پوځیان زمونږ خپل دي او هیڅکله به زمونږ پر وړاندې ونه دریږي.

عطا محمد نور ګواښ کوي، له ارګ سره خبرې روانې دي او د ارګ او جمعیت تر منځ خبرې بندون ته نه دي رسیدلي. که خبرې پایلې ته ونه رسیدې، ناوړه پایله به ولري.

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …