عاجل خبرونه

تاپي پروژه به په هېواد کې اقتصادي بدلون رامنځته کړي

(Last Updated On: فبروري 22, 2018)

 

د افغانستان د سوداګري او صنایع وزارت مسوولین تمه ښيي، چې د تاپي پروژې د عملي چارو له پیلیدو سره به په افغانستان کې د پام وړ اقتصادي بدلون رامنځته او افغانستان به د سیمه ییزې سوداګرۍ پر څلور لارې بدل کړي.

د چارواکو په وینا؛ سبا جمعه( د کب ۴) به په هرات کې د افغانستان د اقتصادي بدلون ستره پروژه پرانستل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت مرستیال فیروز خان مسجدي وایي، چې د تاپي پروژې د چارو له عملي پیلیدو سره به د افغانانو درویشت کلن خوب رښتیا شي او د دې پروژې پر ترانزیتي عوایدو سربېره به دغه پروژه د افغانستان په صنعت کې د پام وړ رول ولوبوي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفی وایي، د دې پروژې له عملي کیدو سره به مونږ وکولی شو له خپلو کورنیو منابعو او نفتو هم ګټه پورته کړو.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولین دغې پروژې ته له سیاسي اړخه ګوري او ټينګار کوي، چې دا پروژه به د سیمې د هېوادونو ګټي سره وګنډي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژیکو چارو رييس فرامرز تمنا وایي، دا پروژه باید په داسې بڼه پلې شي، چې د سیمې هېوادونه یې ځان له زیانه ډاډمن احساس کړي.

مسوولین وايي، چې د تاپي پروژې په پیل به شاوخوا پنځوس زره افغانانو ته کاري زمینې برابرې شي او افغانستان به هر کال د ترانزیت له درکه څلور سوه میلیون دالره تر لاسه کوي.

د ولسمشرۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، افغانستان به د ګازو نللیکې له غزیدو سره د سیمې هېوادونو ته ترانزیتي آسانتیوې رامنځته کړي.  

د کابل پوهنتون استاد سید مسعود په ډاګه کوي؛ سره له دې، چې تاپي یوه اقتصادي پروژه ده، سیاسي یې هم نومولی شو.

ټاکل شوې، چې تاپي پروژه به د ۱۷۳۵ کیلو متره په واټن له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته ګاز لیږدوي.

خبریاله: سمیرا ظفري

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …