اجمل اسحاق زي د کورش په نړیوالو لوبو کې دوه مډالونه تر لاسه کړل

(Last Updated On: September 3, 2019)

اجمل اسحاق زي د کورش په نړیوالو لوبو کې د افغانستان لپاره دوه د برونز مډالونه ترلاسه کړل.

د هېواد دې تکړه لوبغاړي د ۹۰ کیلو ګرام وزن له پورته کولو سره د کورش په دولسم پړاو لوبو کې له هندوستان او قرغزستان څخه لوبه وګټله او دوه د برونز مډالونه یې تر لاسه کړل؛ خو د ازبکستان په وړاندې یې ماته وخوړه.

مخکی له دی معراج الدین چکمار او شعیب یوسفي توانیدلي، چی د افغانستان لپاره څلور د برونز مډالونه ترلاسه کړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د هېواد کرکت بورد ۴۳ کارکوونکیو خپلې دندې له لاسه ورکړي

(Last Updated On: August 25, 2019)د هېواد کرکت بورد په یوه خبر پانه کې راغلي، …