عاجل خبرونه

حامد کرزی پخپله د امریکا لاسپوڅی و او له امکاناتو یې ګټه پورته کړې

(Last Updated On: April 16, 2017)

Capture

د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال وایي، چې حامد کرزی پخپله د امریکا لاسپوڅی و او د هغه هېواد له ټولو امکاناتو حتا له ساتونکیو یې هم ګټه پورته کړې ده.

حامد کرزي د اچین په ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د ستر بم استعمال ته توند غبرګون وښود؛ خو د هغه دا دریځ په مشرانو جرګه کې له نیوکو سره مخ شو.

د  مشرانو جرګې دوه یم مرستیال محمد آصف صدیقي په اچین ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د ستر بم استعمال ته د حامد کرزي د څرګندونو په غبرګون کې په ډاګه کړې، چې ولې یې په هغه مهال کې د امریکا پر وړاندې توند دریځ ونه نیوه، چې د هغه هېواد په الوتکه کې د واکمنۍ لپاره راولیږدول شو؟

د هغه په وینا، اوس د حامد کرزي شخصي غوښتنې مطرح شوي او غواړي ځان رښتینی مشر او ملي وښيي.

د مشرانو جرګې غړی داوود غفاري وایي، چې اوسنی حکومت پخپله کرزي بې ثباته کړی او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې سلګونه طالب زندانیان خوشې کړي، چې نن د حکومت او خلکو په وړاندې جنګیږي. 

دغه راز په کابل کې معترضانو د امریکا لخوا د ستر بم استعمال خپلو حریفانو ته د زور ښودلو هڅه وګڼله.         

د افغانستان د ملي پیوستون ګوند ویانده سیلۍ غفار هم د حامد کرزي دې څرګندونو په غصه کړې او وایي؛ حامد کرزی دې پوه شي، نور خلک غولولی نشي.

د هغې په وینا؛ همدا کرزی و، چې امریکایانو راوست او اوس غواړی خلکو ته ځان د امریکایانو د دښمن په توګه څرګند کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالحمید صفوت په دې باور دی، چې حامد کرزی له دې لارې غواړي راتلونکیو ټاکنو ته لار اواره کړي.

د شنبې په ورځ حامد کرزي په اچین ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د ستر بم پر کارولو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ملي وحدت حکومت مشران د خلکو استازي نه دي او غواړي، چې امریکا له خپل هېواد وباسي.

خبریاله : الاهه عمري

About Ariana News

Avatar

Check Also

اته سوه یوویشت بهرنیانو په افغانستان کې د پناه غوښتنه کړې

(Last Updated On: October 19, 2019)د کډوالو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د تاجکستان، …