عاجل خبرونه

طالب ځانمرګي په بګرام کې څلور امریکایان وژلي

(Last Updated On: April 9, 2019)

د ناتو پرېګنده ملاتړ ماموریت منلې، چې په پروان ولایت یوې چاودنې درې امریکایي سرتېري او یو قراردادي وژلي او درې سرتېري یې ټپیان کړي دي.

د یاد ماموریت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه چاودنه د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال د بګرام هوایي ډګر ته نږدې رامنځته شوې ده.

د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو هم  پر امریکایي موترو برید منلی او وایي؛ دغه برید د بګرام ولسوالۍ د پل صیاد په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوی، چې امریکایان د خپل مرکز پرلوري روان ول.  

طالبانو د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.

دغه برید په داسې حال کې رامنځته شوی، چې ډېر ژر به د قطر په دوحه کې د طالبانو، امریکایانو، حکومت او سیاسي شخصیتونو تر منځ د سولې او جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل شي.  

امریکایي او طالب استازي تر دې دمه پېنځه ځلې ناست دي او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې کړي، چې د بحث بنستیزې خبرې د امریکایي ځواکونو وتل او د افغانستان امنیت دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

اته سوه یوویشت بهرنیانو په افغانستان کې د پناه غوښتنه کړې

(Last Updated On: October 19, 2019)د کډوالو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د تاجکستان، …