عاجل خبرونه

طالب او امریکایي استازي د پېنځم پړاو خبرو لپاره قطر ته رسیدلي

(Last Updated On: February 25, 2019)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي د زلمي خلیلزاد او طالب استازي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پېنځم پړاو خبرو لپاره قطر ته رسیدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبري رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي، چې طالب پلاوي ته قطري چارواکو میلمستیا کړې او په دغه لړ کې به له امریکايي پلاوي سره تعارفي لیدنه هم تر سره شي.

مجاهد دا هم ویلي، چې محوري خبرې به سبا ورځ پیل شي.  

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دوشنبې پر ورځ د قطر پلازمېنې دوحه ته رسیدلی، چې د ملا برادر په مشرۍ له طالب پلاوي سره وګوري او د افغانستان د سولې په اړه ور سره خبرې وکړي.

ښاغلي خليلزاد د قطر له کوربتوب او د پاکستان له آسانتیاوو برابرولو مننه کړې ده.  

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې به پر یو لنډمهاله اوربند او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې وشي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې ملا برادر، ملا میرخان متقی، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمری او مولوی مطیع‌ الحق د افغانستان پر پاسپورت له پاکستان څخه قطر ته تللي او په غونډه کې ګډون کوي.

سیاسي کارپوه حسن حقیار ویلي؛ دغه کسان ډېر ځواکمن دي او د قطر په ناسته کې د دوی ګډون د پیاوړې ارادې او بشپړتیا ښکارندویه ده او ښیي، چې په خپلو پرېکړو کې رښتیني دي.

دغه راز ویل کیږي، چې طالبان کولی شي، د ملګرو ملتونو او امریکا په همکارۍ له پاسپورت پرته سفرونه وکړي.

افغان حکومت بیا له پاکستان او قطر څخه غوښتي، چې قطر ته د طالب استازیو د سفرونو په اړه سپیناوی ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدی وایي، چې د قطر او پاکستان حکومت باید د دې سپیناوی وکړي، چې د څه شي پربنسټ یې دغو هېوادونو ته سفر کړی؛ ځکه، چې یوشمېر یې د ملګرو ملتونو د بندیز لاندې دي او نشي کولی، چې آزادانه سفرونه وکړي.  

د سولې عالي شورا د دارالانشا ريیس عمر داودزی وایي؛ ملابرادر د فکري خپلواکۍ لرونکی دی او هیله کیږي، چې د قطر په خبرو کې له خپلې خپلواکۍ ګټه واخلي او ژر ژر پرېکړې وکړي.

د طالبانو او زلمي خلیلزاد پېنځم پړاو خبرې د افغان حکومت د استازیو له ګډون پرته تر سره کیږي؛ خو

حکومت په تمه دی، چې د دغو غونډو په پایله کې به له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

لدې مخکې طالب او امریکايي پلاوي څلور ځله مخامخ خبرې کړي، چې څلورمه غونډه یې په قطر کې وه او شپږ ورځې یې دوام وکړ.

خبریال : شاهپور فرهمند

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …