عاجل خبرونه

اته سوه یوویشت بهرنیانو په افغانستان کې د پناه غوښتنه کړې

(Last Updated On: October 19, 2019)

د کډوالو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د تاجکستان، ایران، عراق هېوادونو ۸۲۱ وګړيو، په افغانستان کې د پناه غوښتنې کړې. په داسې حال کې، چې یو شمېر نورو بیا د ملګرو ملتونو سازمان لخوا د لنډ مهاله اوسیدو کارتونه تر لاسه کړي دي.

افغانستان د درېیمې درجې هېوادونو په ډله کې دی، چې له تېرې څه نا څه نیمې پېړۍ راپدیخوا په کې د واک غوښتنې جکړه روانه ده؛ خو زیاتره بهرنیان د خپلو هېوداونو په پرتله دا سیمه امن بولي او د پناه غوښتنه يې کړې ده.

د کډوالو وزارت د رسنیو سلاکار عبدالباسط انصاري ويلي، چې حکومت تر اوسه د بهرنیانو لپاره د سیاسي پناه د ورکړې لپاره ځانګړی قانون نلري.

د عدليې وزارت د تقنین انستیتوت مشر عبدالمجید غني زاده وايي، د تابعیت او پناه غوښتنې طرحه بشپړه شوې او په رسمي مکتوب کې د حکومت کابینې ته لیږل شوې؛ خو دا، چې ملي شورا ته ولې نده لیږل شوې معلومه نده.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې؛ له شاو خوا یوې نیمې لسیزې راپدیخوا ځینو بهرنیانو په افغانستان کې د پناه غوښتنه کړې؛ خو برخلیک يې تر دې دمه روښانه شوی ندی.

دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو هېوادونو وګړیو ته د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د لنډ مهاله اوسیدو کارتونه ورکړي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ادریس زمان په بهرنیو چارو وزارت کې پر( قومي چاڼ) تورن شو

(Last Updated On: November 11, 2019) د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ویلي، چې د …