عاجل خبرونه

حاجي نومې ښځينه پوليسه د جګړې لومړۍ کرښه ساتي

(Last Updated On: اکتوبر 9, 2018)

درخانۍ نومې ښځينه پوليسه د نرینه جامې اغوندي او د حاجي قومندان پر نوم شهرت لري. دا له تېرو شپږ کلونو څخه د کندهار د ميوند ولسوالۍ په سره بغل  سيمه  کي درې کمربندي پوستې لري او له وسلوالو طالبانو سره مخامخ جګړه کوي.

دا هغه ښځينه پوليسه ده، چي د جګړې لومړۍ کرښې ساتي او هره ورځ له وسلوالو طالبانو سره مخامخ جګړې کوي.

هغه وايي، له تېرو شپږ کلونو راپدیخوا په ميوند او ژيړۍ ولسواليو کي دنده لري او په دې موده کې يې له وسلوالو طالبانو سره د خپلو دوه زامنو په ګډون ٩ تنه پوليس وژل شوي؛ خو اوس هم خپله دنده پر مخ بيايي.

د درخانۍ تر قومندې لاندي پوليس ګران وايي؛ که څه هم هغه يوه ښځينه پولیسه ده؛ خو خپل کسان نه یوازې رهبري، بلکې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې د وسلوالو طالبانو مخه هم نیولې ده.

درخانۍ د هر ډول درندې او سپکي  وسلې د کارولو وړتيا لري او د دې تر څنګ موتر هم په خپله چلوي او د ميوند ولسوالۍ  په هره سيمه کې، چي جګړه وي ځان وررسوي.

کور يې په کندهار ښار کې دی؛ خو هره ورځ له ښاره تر ولسوالۍ پورې ٧٠ کيلومتره واټن وهي، چې خپلي دندې ته ځان ورسوي.

درخانۍ تر اوسه کومه پوځي رتبه نلري؛ خو اوس د کورنيو چارو وزارت ورته د ظابتۍ د رتبې د لوړولو ژمنه ورکړې او په همدې موخه د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ مرستيال لس ورځي وړاندې وستايله .

خبریال:  بريالي رحيمي

About Ariana News

Check Also

په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر ورځ ۹۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: اکتوبر 21, 2018) د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر …