عاجل خبرونه

اشرف غني په پټه یو پلاوی د خبرو لپاره قطر ته لیږلی

(Last Updated On: November 9, 2019)

طالبانو ته نږدې شننونکیو ویلي، چې د ملي امنیت شورا یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی دی.

سیاسي شنونکي وحید مژده زیاته کړې، دغه پلاوی د دولت استازیتوب نه، بلکې یوازې د ولسمشر غني استازیتوب کوي، چې د انس حقاني او نورو طالبانو د خوشې کولو په بدل کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې؛ دغه پلاوی به له طالبانو وغواړي، چې د بیجینګ په غونډه کې یوازې د افغان حکومت له پلاوي سره په رسمي توګه خبرې وکړي. سرچینې ویلي، چې تر اوسه طالب پلاوی د افغان حکومت له پلاوي سره خبرو ته ندی حاضر شوی.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې قطر ته د ملي امنیت لیږل شوي پلاوي په دوحه کې له قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبرآغا ویلي؛ فکرنکوم، چې طالبانو به د زندانیانو د تبادلې په اړه رسمي خبرې پیل کړې وي.

په قطر کې طالب استازیو  تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي؛ خو د افغانستان د ملي امنیت شورا قطر ته د پلاوي لیږل رد کړي او وایي، چې  داسې کوم پلاوي د دوی لخوا دوحې ته ندی لیږل شوی.

دا، چې قطر ته د تللي پلاوي د خبرو یوه موضوع هم د بجینګ غونډه ده؛ نو، ځکه ویل کیږي، چې افغان حکومت تر اوسه دغې غونډې ته د ټاکلي پلاوي نوملړ پټ ساتلی دی. اجرائيه ریاست بیا وايي، چې د بجینګ غونډې ته د پلاوي نوملړ به ژر اعلان شي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې بیجینګ ته تلونکی پلاوی به تر دوه اوونیو په بیجینګ کې وویني. پر پلاوي غور روان دی او د ټول افغانستان استازیتوب به وکړي.  

تېره جمعه د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش هم ویلي وه، چې افغان دولت د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی؛ خو په دې شرط، چې طالبان اوربند وکړي او حکومت سره خبرو ته چمتو شي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …