عارف علوی د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه غوره شو

(Last Updated On: September 4, 2018)

د پاکستان پارلمان د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۱۳/ د سپتمبر ۴) عارف علوی د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه غوره کړ.

د راپورونو له مخې؛ نوموړی د عمران خان په مشرۍ د واکمن ګوند تحریک انصان لخوا نوماند شوی و.

عارف علوي بریالی شو، چې پر ۲۱۲ رایو له خپلو سیالانو مخکې شي او د ولسمشرۍ ګدۍ ته ځان ورسوي.

د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د پاکستان د خلکو گوند غړى اعتزاز حسن، د پاکستان د اپوزسيون لخوا مولانا فضل الرحمان  او  د انصاف گوند له خوا  عارف علوي ټاکنیز ډګر ته راوتلي وه.

د ولسمشر ممنون حسین ولسمشري د سپتمبر پر اتمه نېټه پای ته رسیږي او ټاکل شوې، چې عارف علوي به هم خپله پېنځه کلنه دوره پر همدې ورځ بشپړوي.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

ډېر ژر به ۱۵۰۰ملي بسونه په کابل ښار کې تګ راتګ پیل کړي

(Last Updated On: September 23, 2019)کابل ښاروالۍ ویلي، چې د میلیونونه افغانیو پر ارزښت يي …