عاجل خبرونه

داعش ډلې په ننګرهار کې طالبان په شا تمبولي

(Last Updated On: April 24, 2019)

ننګرهار کې د داعش جنګیالي شیرزادو ته رسېدلي.

دمګړۍ د شیرزادو په سور راغه او خدرخیلو کې د دواړو خواو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

حکومت د نښتو پخلی کوي خو د مرګ ژوبلې معلومات نه لري.

د نښتو له امله د شیرزادو او خوږیاڼيو له غرنیو کلیو سلګونه کورنۍ  ښار او نسبي امن سیمو ته کډوالې شوي.

داعش په شیرزادو کې د شوکاڼي کان ته نږدې شوی.

د شیرزادو او خوږیاڼيو مخور د احتجاج په ډول راټول شوي او له حکومت څخه بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې، سرپناه او پر داعش او طالبانو عملیات غواړي.

د ننګرهارد کډوالو رييس وايي، د چهارشنبې له سهاره یې د پنجشنبې تر ماسپښينه پورې، څلور سوه هغه کورنۍ ثبت کړي چې د شیرزادو او خوږیاڼيو ولسوالیو څخه د جګړې له امله په بد حالت کې بې ځایه شوي.

د تازه نښتود احتمالي مرګ ژوبلې  په تړاو څه نه دي ویل شوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: August 24, 2019)په کابل کې د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) …