عاجل خبرونه

داعش د تورې بوړې له نیولو وروسته هڅه کوي ولسوالي ونیسي

(Last Updated On: June 16, 2017)

د داعش جنګیالي د تورې بوړې له نیولو وروسته هڅه کوي د خوږياڼو ولسوالي ونیسي؛ خو د ځايي اوسیدونکیو له مقاومت سره مخ دي.

په شینواروکې د ګڼو سیمو له نیولو وروسته داعش هڅه کوي د خوږیاڼو درې ولسوالۍ تر ولکې لاندې راولي. دې هدف ته د رسیدو لپاره لومړی باید توره بوړه ونیسي.

د ننګرهار د ولایتی شورا غړی اسرارالله مراد  وايي، د داعش جنګیالي بریالي شوي، چې توره بوړه او جلال آباد ښار ته نږدې د چپریهار ولسوالۍ ګڼې سیمې ونیسي.

نوموړی زیاتوي، په پچیراګام، چپرېهار او د خوږیاڼیو ولسوالیو په ګڼو مهمو سیمو کې د داعش، ځايي خلکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ درندې نښتې روانې دي، چې ډېر ځاني او مالي زیان یې هم ملکي وګړیو ته اوښتی دی.

د ۲۰۱سیلاب قل اردو قومندان محمد زمان وزیري تائیدوي، چې داعش خپل فغالیتونه پراخه کړي او د مخکې تګ هڅه کوي.

د نوموړي په وینا؛ تازه یې پرضد په یادو ولسوالیو کې پراخه عملیات پیل شوي، چې په کې ګڼې سیمې له داعش پاکې شوي. 

د ننګرهار د ملي امنیت رییس عبدالصبور ثابت وايي، په ننګرهارکې د داعش په لیکو کې پاکستانۍ میلشې جګړه کوي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د تازه نښتو له امله د یادو درې ولسوالیو څخه سلګونه کورنۍ د تن په جامو کې بې ځایه شوي دي.

ویل کیږي، چې داعش پرون د تورې بوړې سیمه نیولې، خو چارواکي وایي،  د تورې بوړې د بېرته نیولو لپاره یې سیمې ته د سرتېرو استول پیل کړي دي. د تېرو درې میاشتو په موده کې د حمزه عملیاتو په ترڅ کې اووه سوه د داعش وسلوال وژل شوي، چې اوس داعش بېرته د غچ اخستلو هڅه کوي؛ خو په وینایې دوی به یې غچ ته پرېنږدي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …