داعش به په افغانستان کې هم د عراق او سوریې په څېر دوزخ ته ولیږم- ترمپ

(Last Updated On: December 09, 2017 7:33 pm)

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ، چې داعش به په افغانستان کې هم د عراق او سوریې په څېر دوزخ ته ولیږي او په افغانستان کې د ناتو ماموریت اغېزمن ګڼي.

ولسمشر ترمپ  د جمعې په ورځ په فلوریدا ایالت کې د افغانستان وضعیت ته په نغوته (اشاره) کې وویل، د دې هېواد په جګړه کې یې زیات پرمختګونه کړي او زیاته داعش به په کې له منځه یوسي.

هغه وایي، مونږ په افغانستان کې ډېر پرمختګونه درلودل؛ لکه څرنګه مو، چې داعش په سوریه او عراق کې وشاړه، په افغانستان کې یې هم دوزخ ته لیږو.

په بروکسل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن ویيل، نړیوال ائتلاف اوس د افغانستان په ماموریت او د داعش ضد په جګړه کې یو خوله شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ د ترهګرو د بریدونو په تړاو مو د اوږدمهاله پروګرامونو او په افغانستان کې مو د ناتو د اوږدمهاله حضور پر څرنګوالي خبرې وکړې، د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا له نوې تګلارې  د ائتلاف غړیو هېوادونو له ملاتړ مننه کوو، هغوی له ترهګرو سره د مبارزې په ځانګړې توګه په داعش ضد جګړه کې  یو غږي دي.

د امریکا د نوې تګلارې له مخې؛ دې هېواد افغانستان ته شاوخوا درې زره نور سرتېري رالیږي. په همدې شمېر د ناتو سرتېري هم افغانستان ته استول کیږي، څو د ناتو په وینا د افغانستان په جګړه کې روان بندون مات شي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …