عاجل خبرونه

سراج الحق د حکومت او طاالبانو په خبرو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: January 11, 2019)

د سولې عالی شورا د خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان د جماعت اسلامي امیر مولوي سراج الحق د سولې عالی شورا او افغان حکومت د پلاوي له مشر سره په لیدنه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

دغه راز ویل شوي، چې د پاکستان د جماعت اسلامي امیر مولوي سراج الحق د افغانستان د سولې عالی شورا د دارالانشا د رییس او د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر له ځانګړی استازي محمد عمر داوودزي سره تېر ماښام( د مرغومي ۲۰) ولیدل او دواړو خواوو د ملګرتیا په دې لیدنه کې پر مهمو او عملي موضوعګانو خبرې اترې کړې دي.  

د ملګرتیا په دې لیدنه کې ښاغلي داوودزي له نوموړي غوښتي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په پیلیدا کې همکاري وکړي.  

د پاکستان د جماعت  اسلامي مشر ډاډ څرګند کړی، چې په افغانستان کې سوله اوس نه یوازې یوه اړتیا ده، بلکې د سولې لپاره افغانانو هم خپل غږ پورته کړی؛ ځکه، نو مونږ هم چمتو یو، چې په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلی محمد عمر داوودزی پاکستان د یو پلاوي په مشرې تلی دی او په روان څلور ورځني سفر کې یې له سیاسي، مذهبي او حکومتي مشرانو سره بېلابېلې لیدنې تر سره کړي دي.  

ښاغلي داوودزي د سې شنبې پر ورځ(د مرغومي ۱۸) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او لومړي وزیر عمران خان سره د سولې بهیر په اړه دوه اړخیزې خبرې اترې کړې دي.

د یادونې ده، چې له ښاغلي داوودزي سره په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله داوودزي هم مل و.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د هرات ښار د صرافانو مارکیت تر څنګ ماین چاودنې لس کسان ټپیان کړل

(Last Updated On: November 17, 2019)نن مازیګر څلور نیمې بجې د هرات ښار د صرافانو …